له ارشیف څخه. کرېډېټ: ګیټي اېمجز
له ارشیف څخه. کرېډېټ: ګیټي اېمجز

د بلجیم د بروژ سیمې یوې محکمې وایي چې تېره ورځ سهار وختي د دغه هیواد په زیبروژ بندر کې ۲۳ کډوال په یوه یخچالي لارۍ کې موندل شوي دي. دغو کسانو غوښتل چې ځانونه برتانیا ته ورسوي.

محکمې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې د لارۍ د یخې هوا سربېره موندل شوي کسان «د مرګ له ګواښ سره مخ نه دي».

دغه کسان وایي چې اریټریایان دي.

د لومړنیو پلټنو له مخې د کډوالو دغه ډله د چهارشنبې په شپه لیېژ ښار ته نږدې د والوني سیمې په یوه پارکېنګ کې لارۍ کې سپاره شوي ول.

دوی غوښتل چې په مستقیمه توګه برتانیا ته ولاړ شي.

خو لارۍ د زیبروژ په یوه صنعتي زون کې د خپل بار د کوزولو لپاره ودرېدله.

د بلجیم فدرال پولیسو ویلي چې موندل شویو کې ۳ ښځې هم دي. پولیسو زیاته کړې چې ډله کې ځینې سوډانیان هم دي.

تېر اکټوبر لنډن ته نږدې په یوه لارۍ کې د ۳۹ ویټنامیانو مړي موندل شوي ول. یاده لارۍ د بلجیم د زیبروژ بندر څخه د برتانیا په لور روانه شوې وه.    

په همدې حال کې د لوېدیځې فلاندر والي کارل دېکالوې له بلجیم څخه غوښتلي چې زیبروژ بندر کې دې امنیتي تدابیر زیات کړي.

نوموړي دغه راز د تېرې سه شنبې په ورځ د یوې کښتۍ نسکورېدو پېښې ته اشاره کړې چې د لا پان په ساحلي اوبو کې رامنځته شوه. یاده کښتۍ کې ۱۴ کسان سپاره ول.

پولیسو ویلي چې کښتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې څخه یې ۶ کسان نیولي خو ۸ تنه نور لادرکه دي.

د بلجیم چارواکو تېره چهارشنبه د دغې په پېښې په تړاو دوه افغانان نیولي دي. 

 

نورې ليکنې