مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې عملیات. کرېډېټ: اس او اس مدیترانې سازمان
مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې عملیات. کرېډېټ: اس او اس مدیترانې سازمان

د بې سرحده ډاکټرانو ادارې او د اس او اس مدیترانې سازمان ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ نن جمعه د جنورۍ ۲۴مه د لیبیا په ساحلي اوبو کې د مېنداورو ښځو او ماشومانو په ګډون ۹۲ کسان ژغورلي دي.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې اوشېن وایکنګ نن سهار د لیبیا په ساحلي اوبو کې د «پیچلي عملیاتو» په پایله کې ۹۲ کډوال ژغورلي دي.

ژغورل شویو کې ۵ میندوارې ښځې، دوه ماشومان او ۳۲ کم عمره مهاجر هم دي.

کډوالو تېره شپه ټېلېفوني پلتفورم الارم فون ته د خپل خراب وضعیت په اړه اطلاع ورکړې وه.

سرچینې زیاته کړې چې د ژغورنې عملیاتو پر مهال د یادو کډوالو بېړۍ د لیبیا د ساحلي اوبو څخه ۳۰ مایله لرې موقعیت درلود.

د بې سرحده ډاکټرانو سازمان دا هم ویلي چې د ژغورل شویو کسانو د بدن د حرارت درجه لوړه شوې ده او دوی ټول «ډېر کمزوري» شوي دي.

تېره جمعه اوشېن وایکنګ د لیبیا په ساحلي اوبو کې په یوه لرګینه بېړۍ کې سپاره ۳۹ بنګله دېشیان ژغورلي ول. یادې کښتۍ د روانې اونۍ د دوشنبې په ورځ د ایټالیا د سیسیل سیمې په پوزالو بندر کې د ژغورل شویو بنګله دېشیانو د ښکته کېدو اجازه ترلاسه کړه.

 

نورې ليکنې