پروانې او کورنۍ یې درې میاشتې په موریا کمپ کې تېرې کړې دي. کرېډېټ: جودیت بوت
پروانې او کورنۍ یې درې میاشتې په موریا کمپ کې تېرې کړې دي. کرېډېټ: جودیت بوت

۱۶ کلنه پروانه امیري له خپلې کورنۍ سره د اټن شمالي سیمې ته نږدې ریستونان کمپ کې اوسېږي. دوی چې د ۲۰۱۹ په سپټمبر میاشت کې یونان ته رسېدلي وایي څو میاشتې یې په موریا کمپ کې تېرې کړې دي. پروانه «نړۍ ته لیکونو» په نامه انټرنټ کې خپرو شوو مطالبو کې په موریا کمپ کې د مهاجرو د ژوند سخت وضعیت په ډاګه کوي.

د یونان په موریا کمپ کې د کډوالو د ژوند وضعیت څنګه دی؟ پروانه امیري او کورنۍ یې درې نیمې میاشتې د مهاجرو په دغه کمپ کې تېرې کړې دي چې د یونان په لېسبوس ټاپو کې موقعیت لري او له حده زیات ډک دی.

آغلې پروانه د ۲۰۱۹ په سپټمبر میاشت کې موریا کمپ ته تر رسېدو وروسته د کډوالو د ژوند له واقعیت سره مخ شوه. دغه کمپ په یو وخت د ۳۰۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري، خو تېر سپټمبر تر ۱۰۰۰۰ ډېرو مهاجرو په کې ژوند کاوه. موریا کمپ دغه راز له چټلۍ نه ډکه وه.

پروانه زیاتوي چې کمپ کې هره ورځ ګڼ شمېر خبریالان لیدل کېدل، خو چا دا توان نه درلود چې د کډوالو اصلي ژوند بیان کړي. هغه موریا کې د مهاجرو د ژوند سخت وضعیت د غندلو لپاره قلم نیسي او نړۍ ته لیکونه لیکي.

پروانه کډوال نیوز ته وایي: «څوک چې موریا ته راځي پوهېږي چې د دغه کمپ اوسېدونکي له کومو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، خو ځینې حقایق لکه تاوتریخوالی پټ ساتل کېږي. ما غوښتل چې دغې پټې ستونزې په ډاګه کړم. زه د کلیمو په توان باور لرم او پوهېږم چې زما لیکنې د کډوالو غږ دی.»

له خطرو ډک ژوند

پروانه په لومړي سر په فارسي ژبه لیکنه کوي، خو بیا د لا زیاتو لوستونکو د موندلو لپاره په انګریزي ژبه لیکي. د وېلکم تو یوروپ (Welcome to Europe) په نامه ادارې یوه څانګه چې پلتفورم انفوموبیل نومېږي له پروانې سره د هغې د لیکنو د ژباړې او خپرولو په برخو کې مرسته کوي.

پروانه په خپل لومړي لیک کې د مهاجرت پرېکړې په اړه لیکي: «کله چې څوک سفر ته اړ کېږي او د مهاجرت لاره انتخابوي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي.» نوموړې زیاتوي چې د مرګ ګواښ سربېره مهاجرت د نورو انتخابونو په پرتله تر ټولو ښه انتخاب دی.

په ځینو مواردو کې د پروانې لیکنې ډېرې شخصي دي، ځینې لیکنې یې ژورنالیستي دي او یا د نورو کډوالو د سترګو لیدلي حال دي. پروانه د ښځو کیسې، د جنسي ځورونې او له ښوونځي څخه د بې برخې شویو ماشومانو وضعیت په ډاګه کوي. نوموړې دغه راز د تاوتریخوالي په هکله لیکي.

د پروانې په ۱۰مه لیکنه کې راغلي: «زه د تاوتریخوالي په مقابل کې ځان ضعیفه احساسوم. داسې ګومان کوم چې تاوتریخوالی زموږ په رګونو کې جاري دی.»

۲۰۲۰ کې به د پروانې کتاب چاپ شي

پروانه د افغانستان د هرات ولایت ده. هغه وایي چې له ۱۳ کلني راهیسې لیکنه کوي. نوموړې به ماشومانو ته کیسې او یا شعرونه لیکل، خو افغانستان کې یې لیکنې نه دي خپرې شوې.

نن سبا پروانه او کورنۍ یې اټن ته نږدې ریستونا کمپ کې ژوند کوي. نوموړې غواړي چې دغه کمپ کې هم د خپل ورځني ژوند په هکله ولیکي. هغه هیله لري چې نور مهاجر هم د هغې له لیکنو څخه الهام واخلي او خپلې کیسې ولیکي.چ

تمه ده چې په کال ۲۰۲۰ کې به د پروانې لیکونه چاپ شي. 

 

نورې ليکنې