له ارشیف څخه: سرتېري د مقدونیې په پوله کې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/جرجلي کېلمن
له ارشیف څخه: سرتېري د مقدونیې په پوله کې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/جرجلي کېلمن

د شمالي مقدونیا پولیسو ویلي چې د اورګاډي کارګرانو له صربستان سره پر پوله په یوه بار وړونکې اورګاډي کې څلور افغانان موندلي دي.

د اورګاډي کارګرانو ویلي چې دوی د یکشنبې په ورځ تبانوچ بندر ته نږدې له یوه بار کانتینر څخه د مرستې غږ واورېده.

کله چې کارګرانو کانتینر خلاص کړ نو پکې یې څلور افغانان وموندل چې عمرونه یې له ۱۹ تر ۳۳ کلونو پورې وو.

پولیسو ویلي چې یاد کسان لوېدیځي اروپایي هیوادونو ته د رسېدو په موخه ممکن په یونان کې کانتینر کې ځای پر ځای شوي وي.   

موندل شوي کډوال یوې ادارې توقیف خونې ته انتقال شوي او اټکل کېږي چې یونان ته به وشړل شي.

دا په داسې حال کې چې د شمالي مقدونیا پولیسو د جنورۍ پر ۱۴مه په یوه لارۍ کې د ۹ افغانانو په ګډون ۳۶ کډوال موندلي وو.

که څه هم د بالکان مسیر له ۲۰۱۶ راهیسې تړلی دی، خو لا هم په زرګونو کډوال له دغې لارې لوېدیځي اروپا ته د تلو هڅه کوي. دوی په معموله توګه انساني قاچاق وړونکو ته ډېرې پیسې ورکوي، چې له تړلو سرحدونو څخه یې تېر کړي.

 

نورې ليکنې