د فرانسې د رن سیمې څارنوال فیلیپ استروک وایي چې ۱۶ عراقیان چې د فرانسې او برتانیا ترمنځ د کډوالو په قاچاقولو تورن دي محکمې ته تر معرفي کېدو وروسته تر نظارت لاندې شوي دي.
تېره سه شنبه د جنورۍ ۲۱مه پولیسو په مانس، شاتلرو (ویانا) او هالنډ کې د یو لړ عملیاتو په پایله کې ۲۱ کسان ونیول. تر دې دمخه پولیسو د نیول شویو شمېر ۲۳ تنه اعلان کړی و.
د رن څارنوال د یوې خبرپاڼې له مخې د قاچاق وړونکو دغې ډلې د فرانسې او برتانیا ترمنځ عراقي کردان قاچاق کول.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د فرانسې او هالنډ پولیسو د انساني قاچاقو یوه ډله نیولې ده
خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د جنورۍ د ۲۱مې نېټې په دغو عملیاتو کې د سرحدي پولیسو عمومي ادارې ۷۰ سرتېرو او دغه راز د د ملي پولیسو د چټک غبرګون څانګې ۴۰ سرتېرو ګډون درلود.
د عملیاتو په پایله کې د قاچاق وړونکو ۷ موټرونه هم د پولیسو لاس ته راغلي دي.
اټکل کېږي چې دغې جرمي شبکې د ۲۰۱۸ د مې میاشتې راهیسې د شاوخوا ۱۰ زرو کډوالو په قاچاقولو سره د ۷۰ میلیونه یورو په ارزښت پیسې ترلاسه کړې وي.
ویل شوي چې دوی به له هر کډوال څخه تر ۷۰۰۰ یورو پیسې اخیستلې.
د رن سیمې څارنوال له مخې دغه کسان ممکن په ۲۰-۲۰ کاله بند محکوم کړل شي.