د پاریس په شمال ختیځه اوبرویلیه سیمه کې د کډوالو کمپ د تخلیې عملیات. کرېډېټ: کډوال نیوز
د پاریس په شمال ختیځه اوبرویلیه سیمه کې د کډوالو کمپ د تخلیې عملیات. کرېډېټ: کډوال نیوز

نن سه شنبه سهار وختي د پاریس په شمال ختیځه اوبرویلیه سیمه کې د کډوالو یو لوی کمپ وتړل شو. د ایل دو فرانس قومندانۍ ویلي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې یې ۱۴۳۶ مهاجرو ته د ایل دو فرانس د ۸ دیپارتمنتونو په جمنازیمونو او هرکلي مرکزونو کې سرپناوې برابرې کړې دي.

د ایل دو فرانس د پولیسو قومندانۍ او د سیمې قومندانۍ یا پریف ګډ عملیات نن سهار په ۵ نیمو بجې د ژمي په سړه هوا کې ترسره شول. د پریف په حواله د دغو عملیاتو په پایله کې د ۹۳ ماشومانو په ګډون ۲۴۹ کورنۍ او ۱۱۸۷ مجرد کډوال د هرکلي مرکزونو ته انتقال شوي دي.

په همدې حال کې د ایل دو فرانس د پولیسو قومندان میشل کادو رسنیو ته وویل چې د دغه کمپ د تخلیې لپاره ۴۰ موټرونه سیمې ته راوړل شوي دي.

افغان مهاجر ۲۵ کلنه عبدالله صافي چې له دوو میاشتو راهیسې د پاریس په اوبرویلیه کمپ کې اوسېږي، د کډوال نیوز خبریال ته وویل چې نه پوهېږي فرانسوي سرتېري دوی چېرته بوځي. نوموړي د خپل وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وې ویل چې هیله لري چې څو ورځې وروسته دوبلیني شوي کډوال له جمنازیمونو څخه و نه ایستل شي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د پاریس په شمالي سیمه کې د کډوالو کمپونه وتړل شول

دغه راز ۳۰ کلن فریدون چې له خپلې ښځې او دوو ماشومانو سره په سړه هوا کې ولاړ و، کډوال نیوز ته وویل چې هیله لري چارواکي دوی ته مناسبه سرپناه برابره کړي. دا کورنۍ له څو اونیو راهیسې په فرانسه کې اوسېږي.

تېر کال د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستنر اعلان وکړی و چې د ۲۰۱۹ تر پایه پورې به د پاریس په شمال ختیځه سیمه کې د کډوالو کمپونه وتړي. نوموړي زیاته کړې وه چې پناه غوښتونکو ته به سرپناوې برابروي خو رد شوي کډوال به له فرانسې څخه شړل کېږي.                  

فرانسوي چارواکو تېر نومبر د پاریس په شمالي سیمه کې د پورت دو لا شاپل کمپ د تخلیې عملیاتو پر مهال ویلي وو چې یادو سیمو کې د کډوالو کمپونو د بیا جوړېدو د مخنیوي لپاره کافي تدابیر نیسي.  

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د فرانسې دولت د کډوالۍ په تړوا نوي اقدامات اعلان کړل 

دا په داسې حال کې چې له نومبر میاشتې راهیسې د پاریس په پورت دو لا ویلت سیمه کې د مهاجرو یو بل کمپ جوړ شوی چېرې چې نږدې ۳۰۰ کسان تر خیمو لاندې ژوند کوي.

د ایل دو فرانس قومندان میشل کادو په حواله دغه کمپ به په «راتلونکو اونیو کې» وتړل شي.

که څه هم د مهاجرو مدافع بنسټونو کډوالو ته د حکومت د سرپناه برابرولو پروګرام هرکلی کړی، خو دوی د مهاجرو د ستونزو د هوارولو لپاره دا ګام کافي نه بولي. ځینې سازمانونه لکه یوتوپیا ۵۶ د «اداري بندښتونو» په هکله اندېښنې څرګندوي او وایي چې دغه مشکلات د کمپونو د بیا جوړېدو لامل ګرځېدلی شي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: پاریس: د کمپونو تر تړل کېدو وروسته ۱۶۰۰ کډوال چېرته وړل شوي؟ 

 

نورې ليکنې