د پرواکتیوا اوپن ارمز سازمان وایي چې د دوشنبې په شپه یې د لیبیا په ساحلي اوبو کې تر ۱۰۰ ډېر کډوال ژغورلي دي. اوسمهال دوو ژغورونکو کښتیو کې سپاره نږدې ۲۰۰ کډوال د یو امن بندر په لټه کې دي. نن سه شنبه اوشېن وایکنګ کې سپرو ۴۰۰ مهاجرو ایټالیا کې د کوزېدو اجازه ترلاسه کړه.
په داسې حال کې چې اوشېن وایکنګ او الان کردي د ۵۰۰ کډوالو د ښکته کولو لپاره تلاش کوي، د اوپن ارمز سازمان کښتۍ تېره شپه د لیبیا په ساحلي اوبو کې ۱۵۸ نور مهاجر ژغورلي دي.
د دغه
سازمان په حواله د کډوالو لومړۍ بېړۍ کې ۵۶
کسان او په دویمه بېړۍ کې ۱۰۲ مهاجر سپاره ول.
د رپوټونو له مخې مدیترانه کې د کډوالو تلفوني پلټفورم د ورځې په ماسېښین کې دغو مهاجرو په هکله اطلاع ترلاسه کړه او ورپسې یې د کډوالو ژغورونکو کښتیو ته اطلاع ورکړه.
بل پلو د
اس او اس مدیترانې او د بې سرحده ډاکټرانو کښتۍ اوشېن وایکنګ نن سه شنبه د ایټالیا
په تارنت بندر کې د ژغورل شویو مهاجرو د ښکته کولو اجازه ترلاسه کړه. تېره شپه یوه
ښځه او درې ماشومان یې د یوې چورلکې په وسیله له دغې کښتۍ څخه ایستل شوي ول.
دا په داسې حال کې چې د سي ای سازمان الان کردي چې ۷۸ کسان پکې سپاره دي تر اوسه پورې مدیترانه کې د یو امن بندر په لټه کې ده. د دغه سازمان په حواله تېره یکشنبه مالتا د الان کردي د سپرو کډوالو د منلو ډډه وکړه. دوی هیله لري چې ایټالیا د دغو کډوالو هرکلی وکړي.