د منیل املو دویمه څانګه. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز
د منیل املو دویمه څانګه. کرېډېټ: مایوه پولې/کډوال نیوز

افغان کډواله چې په تمه وه له فرانسې څخه افغانستان ته وشړل شي، خپل خاوند سره جرمني ته تللي ده. دا په داسې حال کې چې سیماد سازمان وایي د هغې پناه غوښتنه په فرانسه کې منل شوې ده.

فریحه* د جمعې په ورځ (د جنورۍ ۲۴مه) د منیل املو اداري توقیف خونې څخه خوشې شوه. نوموړې جرمني کې له خپل خاوند سره اړیکه ونیوله او وروسته یاد هیواد ته ورغله.

فریحې تېره جمعه (د جنورۍ ۱۷مه)  له هغې وروسته فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړه چې د مهاجرو او پناه غوښتونکو د حقونو مدافع بنسټ سیماد ورته د هغې د اخراج پرېکړې په هکله اطلاع ورکړه.

د همدې لپاره د سه شنبې په ورځ په ویډیو کنفرانس کې اوفپرا (د کډوالو ادارې) د فریحې سره مرکه کړې وه. د مرکې په پای کې قاضی ورته ویلي وو چې په ۳ یا ۴ ورځو کې به د کډوالو ادارې ځواب ترلاسه کړي. 

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: یوه ۱۹ کلنه افغان کډواله د اخراج له ګواښ سره مخ ده

هغې د جمعې په ورځ له کډوال نیوز سره اړیکه ونیوله او د ځای نشتون له امله اندیښمنه وه. د فریحې مېړه په جرمني کې اوسیږي نو ځکه نوموړې دغه هیواد ته ورغله. کله چې فریحې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د رواسي شارل دوګول په هوایي ډګر کې ونیول شوه، هغې غوښتل چې د یوه جعلي پاسپورټ په مرسته جرمني ته ولاړه شي. فریحه وایي مېړه یې جرمني کې اوسېږي او هغې له خپل مېړه سره یو ځای کېدل غوښتل، نو ځکه په فرانسه کې یې د پناه غوښتنې څخه ډډه وکړه.

«معجزه»

اوس د فریحې ستونزه هواره شوې او د کډوالو ادارې له خوا د هغې دوسیې لوستل شوې ده. د سیماد غړی نیکولا پیرنی وایي چې «دا یوه معجزه ده ځکه چې په عمومي ډول که د پناه غوښتنې موده د ۵ ورځو څخه زیاته شي د کډوالو ادارې له خوا نه منل کیږي. دا هم مهمه ده چې په دوسیه کې نوي شواهد شتون ولري.» د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ۲۱مه)په ویډیو کنفرانس کې اوفپرا (د کډوالو ادارې) له فریحې سره مرکه کړې وه.

هغه زیاتوي چې «مرکې شاوخوا ۳ ساعته دوام وکړ، زما په نظر دا یو ښه نښه ده. افپرا پرېکړه کړې چې هغه ته پناه ورکړي، خو دا معلومه نه ده چې ایا هغه د کډوال په حیثیت منل شوې یا ورته د فرعي محافظت سند ورکړل شوی دی.»

فریحه د افغانستان د قندهار ولایت دی او وایي چې هلته یې ژوند په خطر کې و. د فریحې تره طالب دی. نوموړي غوښتل چې فریحه د ده د زوی سره واده وکړي. نو ځکه فریحه له افغانستانه وتښتېدله.


* مستعار نوم

 

نورې ليکنې