د کډوالو یو کمپ چې د تیلو پخواني سټیشن کې جوړ شوی و. Crédit : Human Rights Observers
د کډوالو یو کمپ چې د تیلو پخواني سټیشن کې جوړ شوی و. Crédit : Human Rights Observers

د سه شنبې په ورځ د فرانسې په کالې ښار کې د کډوالو یو کمپ چې د تېلو پخواني سټیشن کې جوړ شوی و تخلیه شو. پولیسو په بسونو کې شاوخوا ۱۴۵ کسان د کډوالو یو مرکز ته انتقال کړل او ۲۲ تنه نور یې ونیول. دغه کسان بې سنده بلل کېږي.

د بشري حقونو څارونکې او رضاکاره کلارا ون چې په سیمه کې حاضره وه وایی:«کالې کې هره ورځ د تخلیه عملیات ترسره کېږي. خو دا ځل سیمه کې سرویسونه هم لیدل کېدل.»

د سه شنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۸مه) د پا - دو- کالې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې کډوالو ته د «سرپناه» ورکولو عملیاتو په تاییدولو سره وویل: «د تېلو پخواني سټیشن کې چې د صنعتي زون په نوم مشهور دی نږدې ۲۰۰ خیمې درول شوې وې.»

یاده قومندانۍ زیاته کړه چې «د سهار په ۱۰ بجو ۱۴۵ کډوال په ۵ بسونو کې انتقال شول، او ۲۲ بی سنده کسان اداري توقیف خونو ته استول شوي.»

د جنورۍ په میاشت کې د کمپونو د تخلیې ۵۷ عملیاتونه ترسره شوي

د کلارا ون په حواله د روان کال د جنورۍ له پیله را په دې خوا په کالې کې د کمپونو د تخلیې ۵۷ عملیاتونه ترسره شوي دي. نوموړې وایي چې دلته هره ورځ درې ځله د کمپونو د تخلیې عملیاتونه ترسره کېږي.

د بشري حقونو څارونکې زیاتوي: «چارواکي د ځای د پاکولو لپاره له کډوالو څخه غواړی چې خپلې خیمې لري کړي. خو کله چې هغوی له سیمې څخه ځي کډوال بیرته خپلې خیمې لګوي.»

پولیسو د سیمې پاکولو په حال د جنورۍ ۲۸مه کریدیټ: Human Rights Observers
خو د نوموړې په حواله دا ځل هغو کډوالو چې نه یې غوښتل مرکزونو ته لاړ شي له صنعتي زون څخه تللي وو.

په کالی کې د مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی

چارواکو دا ځل د کمپونو د تخلیې په هکله کډوالو ته اطلاع ورکړې وه. د چارواکو حکم د ځینو سازمانونو لکه اوبرژ دو میګران له خوا ترجمه شوی و.

د قومندانۍ په حکم کې راغلي چې یاد ځای کې د کدوالو شتون د «سیمې اوسیدونکو لپاره په امنيتي او روغتیایي برخو کې د اندېښنې لامل ګرځېدلی.»

کالې کې د کډوالو مدافع بنسټونو په حواله په روانه میاشت کې سیمه کې د مهاجرو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. اوسمهال په دغه سیمه کې شاوخوا ۸۵۰ کډوال ژوند کوي، حال دا چې تېره میاشت هلته ۵۰۰  تر ۶۰۰ کسان لیدل کېدل.

کالې کې ډېری کډوال نارینه دي چې په ډله کې یې کم سنه کسان هم لیدل کېږي.




 

نورې ليکنې