تېره ورځ د یونان د لېسبوس ټاپو په موریا کمپ کې دوه کم عمره افغان کډوال په چاړه وهل شوي او ټپیان دي. د رپوټونو په حواله د دوو ټپي شویو مهاجرو له ډلې د یوه روغتیایي وضعیت خطرناک دی.
د ځایي رسنیو په حواله یاد افغان، چې عمرونه یې ۱۵ او ۱۶ کلونه دي، کډوال له هغې وروسته د لېسبوس ټاپو میتیلېن روغتون ته یووړل شول چې څو ځله په چړو وهل شوی وو.
یونان کې د بې سرحده ډاکټرانو د روغتیایي چارو مشر اپوتولوس ویزیس کډوال نیوز ته وویل: «د ټپي شویو مهاجرو له ډلې د یوه روغتیایي وضعیت نازک دی.»
دا په داسې حال کې چې د روان میلادي کال له پیله راهیسې موریا کمپ کې تر ۳۰ ډېر کسان د چړو په وسیله ټپیان شوي او دوه تنه نور مړه شوي دي.
د ښاغلي ویزیس په حواله موریا کمپ کې د پولیسو ګزمې نشته او دا پر امنیتي وضعیت اغېز لرلی شي.
تر دې دمخه د یونان په موریا کمپ کې یوه افغان کډواله هم په چړو وهل شوې وه. یونان کې د بې سرحده ډاکټرانو سازمان د دغه خبر په تاییدو سره ویلي وو چې د دغه کډوالې پر سینې او خېټې ټپونه لیدل کېدل.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره: یونان: موریا کمپ کې «هره ورځ یو کس ټپی کېږي»
د بې سرحده ډاکټرانو ادارې په حواله موریا کمپ تر حده زیات ډک دی نو ځکه هلته د جرایمو کچه لوړه شوې ده. موریا کمپ کې اوسمهال تر ۱۹۰۰۰ ډېر کسان ژوند کوي، دا په داسې حال کې چې دغه کمپ یوازې د ۲۸۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.