افغان ماشوم په جلال اباد ښار کې، فبروري ۲۰۱۹. کرېډېټ: رویترز، پرویز
افغان ماشوم په جلال اباد ښار کې، فبروري ۲۰۱۹. کرېډېټ: رویترز، پرویز

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې وایي چې تېر کال څه باندې نیم میلیون افغان مهاجر افغاستان ته شړل شوي او په سلهاوو زره افغانان بې ځایه شوي دي. راپور کې دا هم راغلي چې ۲۰۱۹ افغان ماشومانو ته تر ټولو خونړی کال و.

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل کلني راپور کې چې د جنورۍ پر ۳۰مه خپور شوی، وایي چې ۲۰۱۹ کې په سلهاوو زره افغانان بې ځایه شوي دي. راپورت کې دا هم راغلي چې تېر کال نږدې نیم میلیون افغان کډوال د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو او څو زره نور کسان له اروپایي هیوادونو او په ځانګړې توګه له ترکیې څخه بېرته افغانستان ته اخراج شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د سوېلي اسیا مرستیال عمر ورایش ویلي: «وسله واله جګړه افغانستان کې د ختمېدو په حال کې نه بلکې د پراخېدو په حال کې ده. د دې جګړې تاوان ولسي وګړي ورکوي.»

د راپور له مخې تېر کال ایران او پاکستان څه باندې نیم میلیون افغان مهاجر افغانستان ته شړلي دي. ۲۰۱۹ کې له ایرانه د شړل شویو افغان مهاجرو شمېر ۴۷۶ زرو کسانو ته رسېږي.

دغه راز اروپایي هیوادونو له افغان حکومت سره د ځینو تړونونو پر بنسټ تېر کال په سلګونو افغان کډوال بېرته افغانستان ته اخراج کړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د فرانسې ملي شورا هغه قانون تصویب کړ چې له مخې به یې د افغان کډوالو د اخراج پروسه چټکه شي

راپور کې دا هم راغلي چې د ۲۰۱۹ له پیله تر سپټمبر میاشتې پورې لږترلږه ۱۹۰۰۰ افغانان له ترکیې څخه افغانستان ته شړل شوي دي.

افغان ماشومانو ته تر ټولو خونړی کال

د بخښنې نړیوال سازمان راپور ښيي چې د ۲۰۱۹ په لومړیو ۹ میاشتو کې تر ۲۴۰۰ ډېر افغان ماشومان په نښتو کې مړه او یا ژوبل شوي دي.

د تېر کال په همدې موده کې افغانستان کې ټولټال ۲۵۶۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۵۶۷۶ تنه نور ژوبل شوي دي.

د راپور له مخې تېر کال اکثره بریدونه د وسله والو ډلو لکه طالبانو او یا داعشیانو له خوا ترسره شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د یونوما یوه پخواني راپور ته په اشارې سره زیاته کړې چې د ۲۰۱۹ په لومړیو ۶ میاشتو کې د ګڼو ولسي وګړو د مرګ ژوبلې مسولیت د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر غاړه دی.

د بشري حقونو مدافعانو پر وړاندې ګواښونه

راپور زیاتوي چې تېر کال افغانستان کې د بشري حقونو مدافعان له سختو ګواښونو سره مخ وو.  

د ۲۰۱۹ په سپټمبر میاشت کې د غور د بشري حقونو کمېسیون سرپرست عبدالصمد امیري د طالبانو له خوا ووژل شو. د پېښې په تړاو لا هم هېڅوک نه دي نیول شوي.

دغه راز تېر ډېسمبر د افغانستان د ملي امنیت شورا د لوګر دوه مدني فعالان موسي محمودي او احسان الله حمیدي ونیول. دغو فعالانو لوګر کې پر زده کوونکو د جنسي تېریو په هکله رپوټونه خپاره کړي وو. 

 

نورې ليکنې