د بُنډسټاګ آرشيف انځور
د بُنډسټاګ آرشيف انځور

د آلمان په پارلمان بُندسټاګ کي د دې له پاره اکثريت رايي نسته چي آلمان له يونان څخه ماشوم مهاجر ومني.

د آلمان په مرکزي پارلمان بُنډسټاګ کي د ائتلافي حکومت د مسيحي اتحاد فراکسيون مرستيال تورستن فرای ويلي چي د يونان له مهاجر کمپونو څخه نه بايد چي و آلمان ته ماشوم مهاجر راوستل سي. د هغه په وينا که آلمان په يوازي سر دغه کار وکړي نو ښايي دا د لا زياتو مهاجرو د راجلبولو لامل سي او په نتيجه کي يې د يونان په ټاپوګانو کي د نوو رسېدونکو مهاجرو ستونزه لا جدي سي. نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ لومړۍ نېټه) وکړې.

د ائتلافي حکومت د دويم ګوند سوسيال دموکرات له فراکسيون څخه لارس کاستېلوچي له دې خبرداری ورکړی چي که آلمان په يوازي سر اقدام وکړي نو ښايي پر دې موضوع د اروپايي اتحاديې هڅو ته زيان ورسوي.

د آلمان د خبري آژانس د راپور پر اساس دمګړی د آژه په ختيځ کي واقع مهاجر کمپونو کي نژدې ۴۰ زره مهاجر ځای پر ځای کړل سوي دي. دا په داسي حال کي چي دغه کمپونه په اصل کي صرف د ۷۵۰۰ کسانو له پاره ځای لري. په دغو کمپونو کي بشري وضعيت ډېر خراب بلل کيږي.

په ياد شمېر مهاجرو کي ۴۰۰۰ يې ماشومان بلل کيږي چي د خپل مور او پلار سره په خراب حالت کي په دغو کمپونو کي شپې او ورځي تېروي. د ۲۰۱۹ کال په پای کي د آلمان د زرغون ګوند د رئيس روبېرت هابېک له خوا د دغو مهاجرو و آلمان ته د راوستلو غوښتنه وسوه. خو د آلمان د حکومت تر څنګ دغه غوښتنه د حزب اختلاف د ګوندونو المان له پاره بديل او آزاد دموکرات ګوند له خوا هم د چهارشنبې په ورځ په بُنډسټاګ کي رده کړل سوه.

 

نورې ليکنې