د کم سنه کډوالو انځور:Facebook / Les Midis du Mie
د کم سنه کډوالو انځور:Facebook / Les Midis du Mie

د ميدي دیو مي انجمن د ایل دو فرانس په سن دني سیمه کې ۱۲ کم عمره کډوالو ته د یوې میاشتې لپاره د اوسېدو ځای برابر کړی. کډوال نیوز د ميدي دیو مي بنسټ اېښودونکې اګات ندیمي سره مرکه کړې.

اګاتا ندیمي غواړي چې د خپل انجمن له لارې له هغو کم عمره کډوالو سره مرسته وکړي چې د دولت له خوا کم سنه نه پیژندل شوي او په سړکونو کې ژوند کوي. آغلې ندیمي اوسمهال د ایل دو فرانس په سن دمي سیمه کې ۱۲ ځوانو کډوالو ته د اوسېدو ځای برابر کړی.

کډوال نیوز: د دغه ځای په هکله لږ څه معلومات راکړئ؟

اګاتا ندیمی: مونږ د یوې میاشتې لپاره – د فبروۍ تر ۲۲مې پورې – ۱۲ کم عمره کډوالو ته د اوسېدو ځای برابر کړی. دغه کور د ایل دو فرانس په سن-دني کې موقعیت لري چې یوه هنري سیمه ده.

تېر سپټمبر مو د یوان لوازو د نندارتون پر مهال د ۱۵ ورځو لپاره ځوانو کډوالو ته د اوسېدو ځای برابر کړ. د ورځې پر مهال دغه ځای یو نندارتون و، خو د شپې له خوا کډوال په کې ژوند کاوه.

دا مهال دلته نندراتون نشته خو موږ اجازه لرو چي د هنري پروژو په بدل کې ځوانانو ته د اوسېدو ځای برابر کړو. دلته هر ماښام له ۶ بجو تر ۸ بجو پورې د «دادا» ځوانانو ته د تیاتر، نقاشی او د نقاشښ ورکشاپونه لخوا جوړیږی.

د ورځې له خوا دوی ته د فرانسوي ژبه کورسونه، اداري مرکې او بیلا بیلو ورکشاپونه جوړیږي.

دغه ځوانان څنکه ټاکل کیږی؟

اګاتا ندیمي: دا ټول هغه ځوانان دي چې موږ د خپلو ګزمو پر مهال ورسره معرفي شوي یو: دوی له ډېرې مودې راهیسې بهر په سړکونو کې اوسېدل او یا په بېړني حالت کی وو.

دوی د ارزونې وروسته کم سنه نه دي پیژندل شوي او تر اوسه د بیاکتنې محکمې ځواب ته انتظار باسي.

تاسو ولی د دې کور پرانیستلو پرېکړه کړې؟

اګاتا ندیمي: موږ دا ځای هغه کم سنه کډوالو لپاره جوړ کړی چې د بیاکتنې محکمې ځواب ته انتظار باسي. له کلونو راهیسې مو د دې خلکو لپاره د اوسېدو ځای غوښتنه کړې خو چارواکو له دوی سره هېڅ ډول مرسته نه ده کړې او موږ دغه نیمګرتیا پوره کوو.

موږ هیله لرو چې سن دني ښاروالۍ خپل مسولیت ادا کړي او دغو کډوالو ته پاملرنه وکړي.

میدي دیو مي له تېر سپټمبر راهیسې ۳۸ ځوانو کډوالو سره مرسته کوي او هغوی ته د فرانسوي ښاریانو په کورونو کې د اوسېدو ځای موندلی دی. دوه کسان لا هم په اداد کې اوسېږي، ځکه چې د دوی دوسیې ډېر وخت نیسي.

موږ د یوې لویې کورنۍ په شان یو او دا د ځوانو کډوالو دوی لپاره خورا ډېره مهمه ده چې یوازې پاتې نه شي.


 

نورې ليکنې