مودا د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې ووژل شوه. کرېډېټ: له ټویټر څخه اخیستل شوی انځور
مودا د ۲۰۱۸م کال په مې میاشت کې ووژل شوه. کرېډېټ: له ټویټر څخه اخیستل شوی انځور

د بلجیم یوې محکمې یو بلجیمی سرتېری د ۲ کلنې مودا پر وژنې تورن کړی. کردۍ مهاجره مودا په ۲۰۱۸ کې د بروکسل په سوېلي سیمه والوني کې وروسته له هغه مړه شوه چې یوه مرمۍ یې په سر ولګېده.

د یاد سرتېري مدافع وکیل لوران کېنېس د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې محکمې ورته د یو لیک په استولو سره دغه سرتېری د مودا پر وژنې تورن کړی.

پېښه د ۲۰۱۸ د مې میاشتې په ۱۶مه د بروکسل په سوېلې سیمې والوني کې رامنځته شوې وه.

یوه لارۍ چې شاوخوا ۳۰ کډوال په کې سپاره وو له پولیسو څخه په تېښته وه.

پولیسو لارۍ چلوونکي ته د درېدلو امر وکړ خو نوموړي له امره سرغړونه وکړه. د پولیسو یو سرتېري د لارۍ پر ټایر ډزه وکړه. خو د موټروان د ناسم موټر چلولو له کبله مرمۍ د مودا پر سر ولګېده. نوموړې چې له خپلې کورنۍ سره د لارۍ شا سیټ کې ناسته وه روغتون ته تر رسېدو مخکې مړه شوه.

د بلجیم چارواکو د پېښې په تړاو دوه کسان نیولي وو: د لارۍ موټروان، چې په ۲۰۱۹ کې برتانیا ته وشړل شو، او هغه کس چې دغه کسان یې لارۍ کې سپاره کړي وو. دغه قاچاق وړونکی تېر کال هالنډي چارواکو ته وسپارل شو. 

له پېښې وروسته د مودا کورنۍ بلجیم کې د «بشري دلایلو» له کبله اقامه ترلاسه کړه.

 

نورې ليکنې