تېره ورځ د یونان د موریا کمپ سلګونو ښځینه اوسېدونکو دغه کمپ کې د کډوالو د ژوند سخت وضعیت پر وړاندې لاریون وکړ. کرېډېټ: افغان کډواله سما جویا
تېره ورځ د یونان د موریا کمپ سلګونو ښځینه اوسېدونکو دغه کمپ کې د کډوالو د ژوند سخت وضعیت پر وړاندې لاریون وکړ. کرېډېټ: افغان کډواله سما جویا

تېره ورځ د موریا کمپ سلګونو ښځینه اوسېدونکو دغه کمپ کې د ژوند سخت وضعیت پر وړاندې مظاهرې وکړې. دوی شعار ورکاوه چې: «موږ ازادي غواړو!» نن سبا د لېسبوس ټاپو په دغه کمپ تر ۱۹۰۰۰ ډېر کسان اوسېږي، دا په داسې حال کې چې موریا یوازې د ۲۸۰۰ کسانو ظرفیت لري.

 دغه مېرمنې د لېبسوس په مېتېلین دګر کې راټولې شوې وې او موریا کمپ کې یې د کډوالو د ژوند سخت وضعیت پر وړاندې شعارونه ورکول.

افغانې کډوالې سما جویا چې دغه مظاهره کې ګډون کړی و کډوال نیوز ته وویل چې موریا کې د ژوند وضعیت د تصور وړ نه دی ځکه هلته شرایط ډېر سخت دي. نوموړې زیاته کړه: «د موریا کمپ نارینه اوسېدونکو لاریون کې نه و ګډون کړی ځکه چې پولیس د هغوی مخه نیسي او ان له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار اخلي.»


که څه هم تېره ورځ مېتېلین ډګر له مېرمنو ډک شوی و، خو پولیسو په سلګونو نورو ښځو ته هم اجازه ور نه کړه چې لاریون کې ګډون وکړي.

بل پلو برتانوۍ ورځپاڼې مارنینګ ستار د یوې افغانې مېرمنې له قوله ویلي چې هغه تل له ګواښونو څخه وېږېږي. یادې مېرمنې زیاته کړې: «ځینې کسان هره شپه [د کډوالو پر خیمو] بریدونه کوي. خو امنیتي چارواکي یې مخه نه نیسي.»

یاده ورځپاڼه د یوې بلې افغانې ښځې له خولې ویلي، موریا کې هره ورځ ښخړې رامنځته کېږي چې په پایله کې یې خلک مړه او یا ژوبل کېږي. نوموړې زیاته کړې: «موږ وېرېدلي یو. دلته امنیت نه لرو.»

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: یونان: موریا کمپ کې دوه کم سنه افغان کډوال په چړو وهل شوي

ځینو نورو کسانو ویلي چې ښځې د شپې له خوا تشناب ته د تلو پر مهال ځان خوندي نه احساسوي. دوی دغه راز مېنداورو ښځو ته د روغتیایي امکاناتو له نشتوالي څخه شکایت لري.

د دغو ښځو په خبره ترکیې ته د پناه غوښتونکو د اخراجولو لرۍ باید ختمه شي. د هغوی په حواله تېره چهارشنبه یوناني چارواکو له دغه کمپ څخه درې کډوال ترکیې ته شړلي.


ځینو کسانو دا هم ویلي چې یونان کې مېشت پناه غوښتونکي په میاشتو میاشتو انتظار باسي ترڅو خپلو غوښتنو ته ځواب ترلاسه کړي. 

په کال ۲۰۱۹ کې یونان کې یو ځل بیا د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغی چې ډېری یې له ترکیې نه د اژې سمندر له لارې د دغه هیواد ټاپوګانو ته د ورتګ هڅه کوي.

نن سبا د یونان د ټاپوګانو په چټلو کمپونو کې تر ۴۰۰۰۰ ډېر پناه غوښتونکي په خورا سختو شرایطو کې ژوند تېروي، دا په داسې حال کې چې دغه کمپونه صرف د ۶۲۰۰ کسانو د ځایېدو ظرفیت لري.

 

نورې ليکنې