تېره شنبه د فبرورۍ لومړۍ نېټه د یونان پلازمېنې اټن ته نږدې سکارامنګاس کمپ کې یو ۲۲ کلن افغان کډوال د چړو په وسیله وژل شوی دی. له څو مودې راهیسې د یونان د مهاجرو په کمپونو کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده.
دغه ۲۲ کلن افغان کډوال د یونان پلامېنې اټن ته نږدې د مهاجرو په یوه کمپ کې وژل شوی دی.
شخړه کې یو ۱۸ کلن ایرانی ټپی شوی او اوس په روغتون کې بستري دی.
د پولیسو یوې سرچینې ویلي چې دغه دواړه کسان اټن ته نږدې سکارامنګاس کمپ کې اوسېدل.
دا په داسې حال کې ده چې تېره سه شنبه د یونان د لېسبوس ټاپو په موریا کمپ کې دوه کم عمره افغان کډوال په چړو وهل شوي وو. د بې سرحده ډاکټرانو د روغتیایي چارو مشر د دوو ټپي شویو مهاجرو له ډلې د یوه روغتیایي وضعیت نازک بللی و.
د روان میلادي کال له پیله راهیسې موریا کمپ کې تر ۳۰ ډېر کسان د چړو په وسیله ټپیان شوي او دوه تنه نور مړه شوي دي.