کرېډېټ: ګریګور شوستر
کرېډېټ: ګریګور شوستر

د بلجیم د انور سیمې پولیسو په یوه یخچالي لارۍ کې ۸ کډوال موندلي دي. چارواکو زیاته کړې چې یو کس پولیسو ته زنګ وهلی او هغوی ته یې ویلي چې له ځینو نورو کسانو سره په یوه لارۍ کې بند پاتې دی.

د انور ولایت د ژیل ښار پولیسو ویلي چې د یکشنبې په شپه یې د دغو کډوالو په اړه اطلاع ترلاسه کړې. چارواکو د ورځې په ۶ بجو د مهاجرو لارۍ موندلې او د اوروژونکو په مرسته یې د لارۍ دروازې خلاصې کړې دي.

پولیسو زیاته کړې چې موندل شوي کډوال یې روغتون ته انتقال کړي دي. د کډوالو له ډلې څخه ۶ کسان ورپسې د پولیسو قومندانۍ ته استول شوي او یوازې دوه کسان په روغتون کې پاتې دي.

چارواکو تر اوسه د موندل شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی.

دوی ویلي چې موټر چلوونکی له سیمې څخه تښتېدلی دی.

د ۲۰۱۹ په اکټوبر میاشت کې لنډن ته نږدې د ۳۹ ویټنامیانو جسدونه په یوه یخچالي لارۍ کې وموندل شول. یاده لارۍ له بلجیم څخه برتانیا ته تللې وه.

دغه راز تېره اونۍ د بلجیم زیبروژ بندر ته نږدې د ۳ ښځو په ګډون ۲۳ کسان په یوه یخچالي لارۍ کې موندل شوي وو. دغو کسانو غوښتل چې ځانونه برتانیا ته ورسوي. 

 

نورې ليکنې