اوپن ارمز کښتۍ کې سپاره کډوال تېره ورځ د ایټالیا په پوزالو بندر کې ښکته شول. کرېډېټ: رویترز
اوپن ارمز کښتۍ کې سپاره کډوال تېره ورځ د ایټالیا په پوزالو بندر کې ښکته شول. کرېډېټ: رویترز

مدیترانه کې تر یوې اونۍ انتظار وروسته اوپن ارمز کښتۍ کې سپاره ۳۶۰ کډوال تېره ورځ د ایټالیا په پوزالو بندر کې ښکته شول. ایټالوي چارواکو بندر کې د کډوالو د ښکته کېدو پر مهال د هغوی د کرونا ویروس معاینات ترسره کړي. دا لومړی ځل دی چې چارواکي د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د کډوالو طبي روغتیایي ترسره کوي.

اوپن ارمز کښتۍ کې سپاره ۳۶۳ سپاره کسان تېره ورځ د فبرورۍ دویمه د ایټالیا په پوزالو بندر کې ښکته شول. د اوپن ارمز سازمان له خوا خپره شوې ویډیو ښيي چې دغه کسان پوزالو کې د ښکته کېدو پر مهال د روغتیایي کارکوونکو له خوا معاینه کېږي. روغتیایي کارکوونکو د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ځانګړي کالي او ماسکونه اغوستي وو.

د سیمه ییزې روغتیایي ادارې مشر رافایل الیا وویل چې د دغو کسانو روغتیایي معاینات لومړی په کښتۍ کې ترسره کېږي.

دوی تر ښکته کېدو وروسته دوه ځله نور هم معاینه کېږي.

اوپن ارمز کې سپرو کډوالو زیات وخت په لیبیا کې تېر کړ دی. د روغتیا نړیوال سازمان له مخې د کرونا ویروس نښې د ۱۴ ورځو په موده کې څرګندېږي.  

تېره جمعه ایټالیا کې دوه چینایي توریستان قرنطین شول.

د ایټالیا حکومت د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې بیړني حالت اعلان کړی.

اوپن ارمز کښتۍ تېره اونۍ د ۵ بېلابېلو عملیاتو په پایله کې له مدیترانې څخه ۳۶۳ کسان ژغورلي وو. که څه هم تېر سپټمبر مالتا، ایټالیا، فرانسې او جرمني له مدیترانې څخه د ژغورل شویو کډوالو پر وېشلو موافقه کړې وه، خو مالتا اوپن ارمز کښتۍ کې د سپرو ۳۶۳ کډوالو له منلو ډډه وکړه. 

 

نورې ليکنې