کریډټ: پیکچر الاینز
کریډټ: پیکچر الاینز

د انساني قاچاقچیانو د یوې شبکې اوه کسیزه ډله د فرانسې د لیون ښار محکمې له لوري بیلابیلو اروپايي هیوادو ته د زرګونه پاکستاني، هندي او بنګله دیشي اتباعو په لیږدولو تورنه و پیژندل شوه.

د لیون د محکمې د معلوماتو پر بنسټ، له دې وړاندې هم د ډسمبر په ۱۰مه د یوې فرانسوي-ایټالوي تحقیقاتي ډلې د پلټنو په پایله کې د ایټالیا په څو ښارونو کې ۱۰ تنه او فرانسه کې ۱ تن نور و نیول شول چې د تورنو کسانو هویت د محکمې لخوا لا ندی څرګند شوی.

د محکمې له لورې د دغو تورنو کسانو ۵ تنه په لنډ مهاله توګه توقیف شوي او دوه تنه نور يي بیا تر قضايي څارنې لاندې دي.

دغه عملیات د ایټالیا د تورین ښار د ځواکونو او د فرانسې د سرحدي پولیسو لخوا د یوروپول په مرسته د لیون ښار د محکمې تر څارنې لاندې ترسره شوي دي.

د عملیاتو په ترڅ کې ۲۰ تنه پاکستاني وګړي هم د برګامو د سیمې په یو کور کې چې غوښتل يي له هغه ځایه د اروپا شمالي برخې ته ځانونه ورسوي موندل شوي.

د تورین پولیس وايي چې دغه سیمه کې هغه کور هم موندل شوی چې ۱۴ پاکستانې وګړي پکې میشت ول.

اټکل کیږي چې دغه ډله د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د ۱۰۰۰ تنه غیر قانوني کډوالو د قاچاق له لارې یو میلیون یورو ګټه ترلاسه کړې. 

د تحقیقاتي ډلې د معلوماتو پر اساس، د قاچاقچیانو دغه ډله دا کار له غیر قانوني کډوالو سره د ټیلفون د اپلکیشن له لارې د اړیکي نیولو په مرسته ترسره کوي. دوی اصلي مقصد ته د لیږدولو لپاره یو اپارتمان کې راټول شوي ول تر څو یو ټرانسپورټي وسیله ومومي.

د تورین ښار د پولیسو د راپور پر بنسټ د قاچاقچیانو دغه ډله د ماشومانو په ګډون د لسګونه غیر قانوني کډوالو د راټولو لپاره د کرايي موټرو ګټه اخیستلي، له دغو موټرو د استفادې پر مهال کډوال اړ کیږي چې د موټر په ټول باکسونو کې ځای پر ځای شي.

د تورین د پولیسو په وینا، د قاچاقچیانو لخوا ګمارل شوي لسګونه موټر چلوونکي په ټوله اروپا او بیا په ځانګړې ډول ایټالیا، فرانسه او نورو اروپايي هیوادونو کې نیول شوي دي.

 

نورې ليکنې