د یونان په موریا کمپ کې د یونان حکومت د پناه غوښتنې نوی سیستم پر وړاندې لاریون. کرېډېټ: غلام عطایي
د یونان په موریا کمپ کې د یونان حکومت د پناه غوښتنې نوی سیستم پر وړاندې لاریون. کرېډېټ: غلام عطایي

نن سه شنبه د یونان په لېسبوس ټاپو کې سلګونو پناه غوښتونکو د دغه هیواد د پناه غوښتنې نوي سیستم پر وړاندې لاریون وکړ. دا په داسې حال کې چې تېره ورځ هم یاد ټاپو کې مېشتو پناه غوښتونکو مېتېلني ښار کې د حکومت د مهاجرو ضد سیاست پر وړاندې مظاهرې وکړې. د رپوټونو په حواله د یونان د بلوا ضد سرتېرو لېسبوس ټاپو کې د مظاهره کوونکو پر ضد اوښکې بهوونکی ګاز کارولی.

نن سه شنبه د فبرورۍ ۴مه د یونان په لېسبوس ټاپو کې مېشتو پناه غوښتونکو د دغه هیواد د پناه غوښتنې نوي سیستم پر وړاندې مظاهرې وکړې.

یونان کې مېشت افغان کډوال غلام عطایي کډوال نیوز ته وایي چې نن مېتیلني ډګر کې په سلګونو مهاجر راټول شوي وو. خو پولیسو د هغوی پر وړاندې له تاوتریخوالي او زور زیاتي کار واخیست.

دا په داسې حال کې چې تېره ورځ نږدې ۲۰۰۰ پناه غوښتونکو د د یونان په لېسبوس ټاپو کې د دغه هیواد د مهاجرتي سیستم پر وړاندې لاریون وکړ او د «ازادۍ» شعارونه یې ورکړل.


د ښاغلي عطایي په خبره ځینې پناه غوښتونکي له میاشتو راهیسې د چارواکو ځواب ته انتظار کوي او په دې موده کې له لېسبوس ټاپو څخه د وتلو اجازه نه لري.

نوموړی دا هم وایي چې یوناني سرتېري د شپې له خوا موریا کمپ ته راځي او ځینې کسان بېرته ترکیې ته اخراجوي.

ښاغلی عطایي موریا کمپ کې د اوبو د نشتوالي څخه شکایت لري او زیاتوي چې چارواکي پناه غوښتونکو ته کافي غذا هم نه ورکوي.

بل لور ته د پولیسو یوې سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، تېره ورځ د بلوا ضد ځواکونو مېتېلین بندر ته نږدې د مظاهره کوونکو لاره وتړله او د هغوی پر وړاندې یې له اوښکې بهوونکي ګاز څخه کار واخیست.

د افغان کډوال غلام عطایي په حواله د دغه ګاز له کبله یو شپږ میاشتنی افغان ماشوم مړ شوی دی.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ ویلي چې د کډوالو دوسیو د ارزونې په بهیر کې د «ځنډ» له کبله نن سبا نږدې ۹۰۰ زره پناه غوښتونکي یونان کې په یوه نامعلومه حالت کې ژوند تېروي. د دغې ادارې د شمېرو له مخې اوسمهال شاوخوا ۱۱۲۳۰۰ مهاجر د یونان په ټاپوګانو کې اوسېږي.


د ملګرو ملتونو دغې ادارې دا هم ویلي چې د پناه غوښتنو د ارزونې په پروسه کې ځنډ ټاپوګانو کې د کډوالو د شمېر د زیاتوالي لامل ګرځېدلی دی.

تېره میاشت د یونان حکومت دغه هیواد ته د کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره یو نوی قانون تصویب کړ. د دغه قانون تر تصویبېدو وروسته یونان کې د پناه غوښتونکو دوسیو د ارزونې موده لنډه شوې او رد شوي کسان له یونانه شړل کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند بوریس چشېرکوف زیاته کړې چې نن سبا د یونان په موریا کمپ کې نږدې ۱۹۰۰۰ کډوال په «ډاروونکي وضعیت» کې اوسېږي او اوبو او برېښنا ته لاسرسی نه لري.

یادې ادارې له چارواکو څخه غوښتلي چې د زیان منونکو کسانو د تشخیصولو لپاره یو موثر او عادلانه سیستم جوړ کړي.

نن سبا د یونان په لېسبوس، ساموس، کوس، خیوس او لېروس ټاپوګانو کې نږدې ۴۲۰۰۰ مهاجر ژوند کوي.

په تېرو وختونو کې کمپونو کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې ده. د رپوټونو له مخې د روان میلادي کال له پیله راهیسې یوازې په موریا کمپ کې تر ۳۰ ډېر کسان د چړو په وسیله ټپیان شوي او دوه تنه نور مړه شوي دي.

 

نورې ليکنې