د فرانسې د پا دو کلې سیمې یوې محکمې تېره ورځ دوه اریتریایان د یوه سوډاني کډوال د وژنې په تړاو په ۱۲ کاله بند محکوم کړل. دغو دوو کسانو په کال ۲۰۱۶ کې د شخړې پر مهال یو سوډانی مهاجر وژلی و.
استیفانوس اچ. او تسیهایې تي. چې د ګڼو شاهدانو په حواله د یوې قاچاقې ډلې مشران دي تېره ورځ د فرانسې د پا دو کالې سیمې د یوې محکمې له خوا د ۲۵ کلن سوډانی کډوال محمد اي. د وژنې په تړاو په ۱۲ کاله بند محکوم شول.
دغه سوډانی مهاجر په ۲۰۱۶ کې د فرانسې په نورانت – فونت کمپ کې وژل شوی و.
نورانت – فونت کمپ چې تېره ورځ وتړل شو د کالې ښار په ۶۰ کیلومترۍ کې موقعیت درلود او نږدې ۲۰۰ کسانو په کې ژوند کاوه.
وژل شوی کس چې په یوه لویه لاره کې موندل شوی و روغتون ته تر رسېدو مخکې ومړ.
د پا دو کلې سیمې عمومي څارنوال له محکمې څخه غوښتنه وکړه چې دغه دواړه کسان په دایمي توګه فرانسې ته د ننوتلو څخه منع کړي.
محکمې دغه راز د مهري ا. او اریمیس ت. په نامه دوه نور اریتریایان چې شخړه کې ښکېل ول په یو یو کال بند محکوم کړل.
د فرانسې د عامه وزارت په حواله دغو څلورو کسانو پر سوډاني کډوال د سوټو ګوزارونه کړي وو. خو د شاهدانو په خبره د پېښې اصلي عاملانو د قرباني پر سر ګوزارونه کړي وو.
څارنوال پېښې ته په اشاره سره وویل چې دغو کسانو د «ځنګل قانون» تطبیق کړی چې فرانسه کې «د منلو نه دی».
خو د تسیهایې تي. مدافع وکیل ګائل دنیتیر په خبره هغه شپه کمپ کې د بېلابېلو کډوالو ترمنځ ګڼې شخړې رامنځته شوې وې او دا یوه معما ده چې چا سوډانی کډوال وژلی.