کابل کې بې ځایه شوې کورنۍ مرستو ته انتظار باسي، کال ۱۳۸۷. کریډټ: حفیظ احمد میاخیل
کابل کې بې ځایه شوې کورنۍ مرستو ته انتظار باسي، کال ۱۳۸۷. کریډټ: حفیظ احمد میاخیل

د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې جګړو، طبیعي پېښو او وچکالۍ شاوخوا ۲ میلیونه تنه په افغانستان کې بې ځایه کړي.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي تیره ورځ د سلواغې په ۱۵ مه کابل کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل یوازې روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې د جګړو له امله شاوخوا ۶۰۰ زره افغان له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي دي.

د کډوالو چارو وزیر د داخلي بې ځایه شویو کورنیو د ستونزو په اړه وویل چې بې ځایه شوې کورنۍ تر خیمو لاندې او خرابو ودانیو په سړه هوا کې شپې او ورځې سبا کوي.

یاد وزارت په خپله مطبوعاتي خبرپاڼه لیکلي چې ټاکل شوې ده «سږ کال ۹۵ زره بې ځایه شویو کورنیو سره ژمنۍ مرستې ترسره شي.» خبرپاڼه کې زیاته شوې چې «له دغې ډلې ۸۰ زره لپاره بودیجه شته او نړیوالو ژمنه کړې خو شاوخوا ۱۰ زره کورنیو سره د مرستې لپاره بودیجه شتون نه لري.»

بل لورې ته بیا د یاد وزارت مطبوعاتي سلاکار سید عبدالباسط انصاري کډوال نیوز ته وویل: «په ټولیز ډول شاوخوا ۲ میلیونه افغانان په کور دننه بې ځایه شوي حالت کې ژوند کوي.»

د دغه وزارت سلاکار په خبره دغه ډېرۍ خلک له هرات، ننګرهار، بلخ، کاپیسا او یو شمېر نورو ولایتونو څخه بې ځایه شوي او نوموړي له بې ځایه شویو کورنیو سره د نړیوالو د مرستې غوښتنه کوي.

د یادولو ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اعلان کړی چې ۲۰۲۰ کال کې د اوږدمهاله جګړو او طبیعي پېښو له امله داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د مرستې لپاره ۷۷۳ میلیونه امریکايي ډالرو مرستې ته اړتیا ده.


 

نورې ليکنې