بخارست ښار کې د کډوالو استوګنځای، DR
بخارست ښار کې د کډوالو استوګنځای، DR

د لومړي ځل لپاره یوتن افغان کډوال چې د رومانیا پلازمینې بخارست د کډوالو په یو کمپ کې میشت دی کډوال نیوز ته خپله کیسه کوي. نوموړي چې د افغانستان په ختیځ کې له امریکايي ځواکونو سره دنده ترسره کوله د امنیتي ستونزو له امله هیواد پريښودو ته اړشوی.

له خطره ډک سفر

د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر میاشت کې مې پریکړه وکړه چې ملک پریږدم، تره زوی مې یو قاچاقبر سره خبرې کړې وې او دغه قاچاقبر له کابل نه د ایران مشهد ښار ته انتقال کړم او له هغه ځایه بیا تهران ته ولاړم. له تهران څخه یوه بله ډله قاچاقبرانو لخوا له یو شمیر نورو افغانانو سره یوځای د زر ګونه آمریکايي په بدل کې د ایران له پولې ترکیې ته ولیږدول شوم او له هغه ځایه بیا استابول ته.

استانبول کې څو اونۍ د قاچابر لخوا وساتل شو او یونان ته د تګ په تمه وو. له ترکیې څخه یونان ته د تګ لپاره قاچاقبر له ۳۰ تنو نورو مسافرو سره یو بار وړونکي کانتینر کې  سپاره کړو، دا چې په کانټینر کې د مسافرو شمیر ډیر و له یوې مودې سفر وروسته د ټولو مسافرو ساه بنده شوه او بیهوشه شو. که چیرې کانټینر نه درید نو ښايي مونږ ټول خپل ژوند له لاسه ورکړای وای.

کانټینر داسې یو ځای کې و درید چې د څښاک اوبه شتون نه درلود نو یو مشیر مسافر مجبور شول چې د باران اوبه وڅښې.

له څو اونیو پیاده مزل ځان مو یونان ته ورساوه او له هغه وروسته بیا د پاکستاني قاچاقبرانو په مرسته مقدونیې، صربستان او بلګراد هیوادونو ته ورسیدو.

ما غوښتل چې هنګري ته ولاړ شم خو د سرحدي پولیسو د کنټرول له امله بریالی نه شوم، څو ورځې مې هلته انتظار وویست او بالاخره اړ شوم چې له څلورو شپو پیاده مزل وروسته په سړه هوا کې ځان رومانیا ته ورسوم.

رومانیا کې د ژوند ستونزې

د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ میاشت په لومړیو کي له یوه اوږده سفر وروسته دلته رومانیا ته ورسیدم او هڅه مې وکړه چې له دې ځایه ناروې ته ولاړ شم خو پولیسو ونیولم.

پولیسو اړ کړم چې باید رومانیا کې د پناه غوښتنه وکړه او د ګوتو نښان ثبت کړم. ما نه غوښتل چې رومانیا کې پاتې شم خو پولیسو راته وویل چې که ګوتې دې ثبت نه کړې نو افغانستان ته دې شړو.

اوس یوه اونۍ کیږي چې د رومانیا پلازمینې بخارست د refugiati bucurest ) ) په نوم د کډوالو په یو کمپ کې سختې شپې او ورځې تیروم. دلته د سوریې، ایران، مراکش، الجزایر، تونس، عراق او بنګله دیش هیوادونو کډوال میشت دي، دلته له ګڼو ستونزو سره مخامخ یو ، په کافي اندازه خوراک شتون نه لري او روغتیايي اسانتیاوو ته لاس رسۍ نشته.

رومانیا کې انتظار وباسم تر څو له دې ځایه ځان وباسم، که چیرې د مهاجر په توګه قبول هم شوم نو دلته نه پاتې کیږم.

ځوانانو ته پیغام

اروپا ته د رسیدو په موخه دغو قاچاقي لارو کې له ګڼو کړاوونو او د پولیسو له زورونې سربیره ۱۴ زره یورو را نه قاچاقبر واخیست.

دغو ترخو تجربو ته په پام سره ځوانانو ته زما پیغام دادی چې باید له قاچاقي سفرونه ډ ډه وکړي ځکه نه غواړم هیڅ افغان له دا ډول ستونزو سره مخامخ شي

 

* مستعار نوم


 

نورې ليکنې