له ارشیف څخه. کرېډېټ: رویترز
له ارشیف څخه. کرېډېټ: رویترز

د آلمان څخه شړل شوي ۴۸ ناقانونه پاکستاني کډوال خپل هېواد ته رسېدلي دي. دا په داسې حال کې چې د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې هم تر ۳۰ زیات کډوال له جرمني څخه بېرته پاکستان ته اخراج شوي وو.

ياد کډوال چې آلمان کې په ناقانونه ډول اوسېدل د چارشنبې په ورځ (د فبرورۍ ۵مه) د يوې خصوصي الوتکې په وسیله د اسلام اباد په نړيوال هوايي ډګر کې کوز کړل شول.

اسلام اباد ته رارسېدو سره سم دوی د پاکستان د مرکزي تحقيقاتي ادارې (ايف اي ای) چارواکو خپل توقيف کې کړل. 

اته ويشت تنو ته خپلو کورونو ته د تللو اجازه ورکړل شوه، خو باقي پاتي شل کسان د ايف اي ای چارواکو د پلټنو لپاره خپل مرکز ته منتقل کړل.

د جنورۍ په مياشت کې هم د آلمان دولت ۳۱ پاکستانيان اخراج کړي وو. همدارنګه د کال ۲۰۱۹ په جریان کې له دوه څخه زیات پاکستاني کډوال د جرمني څخه خپل وطن ته اخراج کړل شوي وو.

 

نورې ليکنې