د ترکیې وان ښار له واورې وریدنې وروسته،۲۰۲۰ کال فبرورۍ ۸
د ترکیې وان ښار له واورې وریدنې وروسته،۲۰۲۰ کال فبرورۍ ۸

له ایران سره پر پوله د ترکیي وان ایالت په یوه غرنۍ سیمه کې د سړې هوا له امله ۱۳ تنه کډوال چې ګومان کیږي۱۰ تنه يي د افغانستان او ۳ نور يي د سوريي اوسیدونکي ول د تیرې شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۸ مه خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې د دغو کډوالو مړي د وان ایالت په یوه غرنې سیمه کې په یخ وهل شوي حالت کې موندل شوي. دغه کډوال غوښتل چې د ترکیې له لارې ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي.

د ترکیې د خلق دیموکرات ګوند د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه پیښه د بشریت لپاره یو «ننګ» بللی او ترکیه او ایران يي د دې پیښې له امله ګرم بللی. د دغه ګوند په اعلامیه کې راغلي چې ترکیه او ایران د کډوالۍ د ناوړه سیاستونو له امله په غیر مستقیم ډول د کډوالو قاچاق ته زمینه برابروي.

د یادې پیښې په اړه د وان ایالت د والي دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د غیر قانوني کډوالو د جسدونو د موندلو خبرداری مو ترلاسه کړ خو د سړې هوا، باد او واورې له امله سیمې ته لاسرسی ګران و. اعلامیه کې زیاته شوې چې د دغې خبردارۍ وروسته د والي دفتر اړوندو ادارو ته خبرداری ورکړی چې په اړه يي اقدام وکړي.

مهاجر نیوز هڅه وکړه چې په دې اړه د افغان حکوت نظر ترلاسه کړي خو بریالی نشو.

بل لورې ته بیا تیره ورځ هم ۴۹ نور کډوال د ترکیې په وان ایالت کې له یخ وهلو ژغورل شوي چې له دغې ډلې ۱۵ تنه د بد روغتیايي حالت له امله روغتون ته لیږدول شوي.

ترکیه د کډوالۍ لپاره هغه ترانزیت هیواد دی چې یو شمیر افغانان هڅه کوي له دې لارې په قاچاقي ډول ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي.

په استابول کې د افغانستان د جنرال کنسولګرۍ د معلوماتو له مخې تیرو ۹ میاشتو کې شاوخوا ۳۵۰ تنه افغان کډوال چې غوښتل يي ځانونه اروپايي هیوادونو ته ورسوي په ترکیه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

 

نورې ليکنې