کډوال د صربستان په سبوتیکا ښار کې. دوی هڅه کوي چې اروپایي ټولنې ته داخل شي. کرېډېټ: کډوال نیوز
کډوال د صربستان په سبوتیکا ښار کې. دوی هڅه کوي چې اروپایي ټولنې ته داخل شي. کرېډېټ: کډوال نیوز

تېره پنجشنبه د صربستان په سرحدي سیمه کې سلګونو کډوالو هنګري ته د ننوتلو په موخه یو لوی کاروان جوړ کړ. خو د دغه کاروان د ګډونوالو هیلې نیمګړې پاتې شوې، ځکه چې پولیسو یاد کسان د صربستان بېلابېلو مرکزونو ته انتقال کړل. له صربستان څخه رپوټ.

تېره پنجشنبه د فبرورۍ ۶مه د هنګري پولیسو له صربستان سره خپله سرحدي پوسته وتړله. دوی غوښتل چې د سلګونو کډوالو د داسې یو کاروان مخه ونیسي چې د صربستان په یوه ځنګل کې جوړ شوی و او غوښتل یې چې له سرحده تېر شي. د صربستان پولیسو لږ وروسته یاد کسان د دغه هیواد بېلابېلو مرکزونو ته انتقال کړل. ځینو مهاجرو چې د پنجشنبې په ورځ یې یاد کاروان کې ګډون درلود کډوال نیوز ته ویلي چې پولیسو دغه کسان په ۱۵ سرویسونو کې سپاره کړل او نورو سیمو ته یې ولېږل.  

سوریایۍ مهاجره نادیا کډوال نیوز ته وایي: «تر دې دمخه د صربستان پولیسو له موږ سره ښه چلند کاوه. خو د پنجشنبې په ورځ یې چلند کې بدلون راغلی و. پولیسو ګڼ شمېر مهاجر په سوټو ووهل. دوی مې مېړه په سوټه وواهه.»

ځینې نور کډوال وایي چې پولیسو د هغوی موبایلونه مات کړي دي. د شاهدانو په حواله پولیسو دغه راز له ځایي خبریالانو څخه غوښتنه کړې وه چې له سیمې څخه ولاړ شي.


«وټس اپ کې مې د کاروان په اړه پیغامونه ترلاسه کړل»

په تېرو څو ورځو کې صربستان کې ګڼو مهاجرو د ټولنیزو شبکو له لارې د یوه کاروان د جوړولو په اړه له یو بل سره سلامشورې کړې وې. چارواکي وایي چې دغه کاروان کې نږدې ۳۰۰ کسانو ګډون کړی و، خو د مهاجرو په حواله د کاروان د ګډونوالو شمېر نږدې ۱۰۰۰ کسانو ته رسېده. دوی غوښتل چې په سوله ییزه توګه د صربستان او هنګري په سرحدي سیمه کې راټول شي او له چارواکو څخه هنګري ته د ننوتلو اجازه ترلاسه کړي.

نادیا وایي: «وټس اپ کې مې د کاروان په اړه پیغامونه ترلاسه کړل. پرېکړه مې وکړه چې له هغوی سره یو ځای شم. پیسې مې نه لرلې چې قاچاق وړونکو ته یې ورکړم.»

دغه کاروان کې سوریایي، افغان، مراکشي، الجزایري او تونسي مهاجرو ګډون درلود. د هغوی په ډله کې ښځې او ماشومان هم ول. دوی د پنجشنبې په ورځ شعار ورکاوه: «موږ مهاجر یو، مجرمان نه یو.»


د صربستان په بېلابېلو سیمو کې

د مهاجرو د دغه کاروان ګډونوالو د جمعې په ورځ د صربستان بېلابېلو سیمو ته واستول شول: لکه بلغاریا او مقدونیې سره ګډو پولو کې. ځینې کسان هم د صربستان پلازمېنې بلګراد ته لېږدول شوي. خو بعضي مهاجر هم سیمه کې پاتې شول.

نږدې ۲۰۰ کسان، چې په ډله کې یې د نادیا کورنۍ هم ده، د سبوتیکا ښار «ون سټاپ سنټر» ته انتقال شول چې د کډوالو د هرکلي یو مرکز دی. خو دوی لږ وروسته یو سرویس کې سپاره کړل شول او هغې سیمې ته واستول شول چې له کروېشیا سره ګډه پوله لري.

په همدې حال کې د صربستان د کډوالو ادارې ویانده سوتلانا پالیک ټینګار کوي چې دغه کسان د «مهاجرو هرکلي مرکزونو» ته استول شوي او هلته یې دوسیې ارزول کېږي.


«عربانو لپاره ځای نشته»

۲۳ کلن تونسی کډوال محمد وایي: «لاره کې له پرتو هیوادونو څخه تېرېدل سخت کار دی، خو صربستان ټر ټولو سخت مسیر دی ځکه له دغه هیواد څخه وتل را ته ناممکن ښکاري. دلته د راسیسم کچه هم لوړه ده.» ځینې مهاجر وایي چې هوټلونو کې څوک ورته کوټې نه ورکوي او وایي چې د عربانو لپاره ځای نشته.

خو دغه مهاجر هم نه غواړي چې صربستان کې پاتې شي. د نادیې په خبره: «موږ یوازې د ښه ژوند په هیله یو. غواړو چې ماشومانو ته مو د زدکړې زمینه برابره شي. صربستان کې دا امکانات نشته.»

دوی زیاتوي چې ناامېده شوي نه دي. د محمد په حواله: «تر دې دمخه مې ۲۰ ځله اروپا ته د تلو هڅې کړې!» نوموړی وایي چې یو ځل له کروېشیا څخه صربستان ته اخراج شوی دی.

محمد درې میاشتې مخکې هنګري ته ولاړ. خو یو ځل بیا صربستان ته اخراج کړل شو. هغه وایي: «په یوه اډه کې مې د رېل ګاډي ټېکت واخیست. تکت پلورونکي مې پیسې واخیستې او پولیسو ته یې زنګ وواهه.»

 

* مستعار نومونه

 

نورې ليکنې