هره سه شنبه او پنجشنبه برست ښار ته نږدې ال کوتودون لوبډله کې کم سنه مهاجر فوټبال کوي. کرېډېټ: مایوا پولې، کډوال نیوز
هره سه شنبه او پنجشنبه برست ښار ته نږدې ال کوتودون لوبډله کې کم سنه مهاجر فوټبال کوي. کرېډېټ: مایوا پولې، کډوال نیوز

فرانسه کې هغه مهاجر چې د اړوندو ادارو له خوا د کم سنه کسانو په توګه نه دي پېژندل شوي د فوټبال جواز نه شی ترلاسه کولی. خو د دغه هیواد برست ښار ته نږدې د ال کوتودون لوبډله دغو کسانو د فوټبال لوبې زمینه برابروي. دوی په اونۍ کې دوه ځله د دې لوبډلې په لوبغالي کې فوټبال کوي.

د ماسپښین په ۵ بجو د برتانی د ګیپاوا سیمې د ال کوتودون په لوبغالي کې شاوخوا ۲۰ کم عمره کډوال د فوټبال لوبې ته تیاری نیسي. نن هوا ښه ده او باران نه ورېږي.

دغه تنکي ځوانان خپلې جامې او بوټونه د ال کوتودون لوبډلې رضاکارانو ته سپاري او له هغوی نه د لوبې لپاره ځانګړي وسایل ترلاسه کوي. د لوبډلې مشر لوک ترېګر په خبره د لوبې لپاره هر یوه لوبغاړي ته یو مایو، یو نېکر او جرابونه ورکول کېږي.


احمد نن د لومړي ځل لپاره دغه لوبغالي ته راغلی. نوموړی د ساحل عاج دی. د لوبډلې مشر لوک هڅه کوي کوي چې احمد ته د لوبې لپاره ضروري شیان برابر کړي. نوموړی وایي: «دا د هغو کسانو وسایل دي چې لوبډلو هغوی ته د لوبې کولو جواز ورکړی. ځینو لوبډلو هم موږ ته د مهاجرو لوبغاړو لپاره وسایل ورکړي دي.»

احمد وایي چې کم سن دی او په یوازې توګه یې فرانسې ته ځان رسولی. خو فرانسوي چارواکي دا نه مني چې د احمد عمر له ۱۸ کالو نه ټیټ وي.

د دغې لوبډلې مشر ښاغلی ترېګر چې له ۳ کلونو راهیسې کم عمره کډوالو ته تمرین ورکوي وایي چې ګڼ شمېر مهاجر له دې ستونزې سره مخ دي.

ال کوتودون لوبډلې په کال ۲۰۱۷ کې پرېکړه وکړه چې کم سنه مهاجرو ته په اونۍ کې دوه ځله د فوټبال لوبې ترسره کولو زمینه برابره کړي. د ۲۰۱۷ په مارچ میاشت کې لوک ترېګر له یوتوپیا ۵۶ سازمان سره اشنا شو. هغه وایي: «دوی له ما نه غوښتنه وکړه چې ایا کم عمره کډوالو ته د فوټبال زمینه برابرولی شم که نه.» ښاغلي ترېګر د یوتوپیا ۵۶ غوښتنه ومنله.


«فوټبال یوه نړیواله ژبه ده»

خو اصلي ستونزه دا ده چې دغه کم سنه کډوال هغو لوبډلو ته لاسرسی نه لري چې د فرانسې د فوټبال فدراسیون په چوکاټ کې فعالیت کوي. دوی د فوټبال د جواز ترلاسه کولو لپاره باید د قاضي هغه حکم ولري چې له مخې یې دغه کسان د کم عمره مهاجرو په توګه پېژندل شوي دي. له دغه سند پرته دوی یوازې د فوټبال تمرین کولی شي، خو سیالیو کې د ګډون حق نه لري.  

لوک ترېګر د دغو مهاجرو لپاره یو ځانګړی سیستم جوړ کړی. هغه وایي: «د ۲۰۱۷ په جون میاشت کې مو د برست د ټولنیزو فعالیتونو ادارې سره د همکاریو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې ټول هغه کسان چې د خپلو دوسیو په تړاو د چارواکو ځواب ته انتظار کوي زموږ په لوبډله کې لوبولی شي.»

لوک زیاتوي چې کم سنه لوبغاړي باید د دولت روغتیایي مرستې ته لاسرسی ولري او د لوبې لپاره د روغتیایي سرټیفیکېت خاوندان وي.

دغه پروژه کې د برست سیمې په کادا کې مېشت پناه غوښتونکي هم ګډون کولی شي. لوک په دې هکله وایي: «تېر کال د لوبغاړو په شمېر کې زیاتوالی راغی او نږدې ۱۰۰ کسانو زموږ له لوبډلې سره ځانونه راجستر کړل. سږ کال د راجستر شویو لوبغاړو شمېر ۵۰ کسانو ته رسېږي.»


نن لوبغالي کې نږدې ۲۰ مهاجر لېدل کېږي. د لوبډلې مربي ۷۲ کلن مارسل ګورې هم په لوبغالي کې دی. کډوال د هغه تر نظر لاندې ځان لوبې ته چمتو کوي.

که څه هم ځینې مهاجر په فرانسوي ژبه نه پوهېږي خو دوی د مربي خبرو ته غوږ نیسي. د لوک ترېګر په حواله: «فوټبال یوه نړیواله ژبه ده.»

۱۷ کلن مامادو د ساحل عاج دی. نوموړی وایي سره له دې چې نن ناروغ دی خو بیا هم غواړي چې له خپلو ملګرو سره لوبه وکړي. هغه زیاتوي: «لوبغالي کې ځان ارام احساسوم.» نوموړي په خپل هیواد کې هم فوټبال کاوه.


«دوی باید د ژوند نورو برخو ته هم پام وکړي» 

لوبه د ماښام په ۶ و نیمو بجو پیلېږي. د فوټبال یوه مربي مارسل ته وایي: «ګوره، دغه ځوان ښه لوبه کوي.»

هغه کسان چې د قاضي له خوا د کم عمره مهاجر په توګه پېژندل کېږي نورو لوبډلو کې ځانونو ته ځای موندلی شي. له ۲۰۱۷ راهیسې ۸ کسانو چې تر دې مخکې یې ال کوتودون کې لوبې کولې د فرانسې د فوټبال فدراسیون ځواب ترلاسه کړ.

خو لوک وایي چې موخه یې دا نه ده چې د مهاجرو لوبډله جوړه کړي. نو ځکه د کم عمره کسانو په توګه پېژندل شوي مهاجر د دغې سیمې له نورو لوبډلو سره یو ځای کېږي.

د ال کوتودون مشران په دې اند دي چې دغه ځوانان باید د فوټبال پرته د ژوند نورو برخو ته هم پام وکړي. د لوک په خبره دوی باید ښوونځي ته ولاړ شي او یا مسلکي زدکړې ترسره کړي.

مامادو یو له هغو کسانو دی چې ښوونځي ته ځي او غواړي چې په راتلونکي کې خټګر شي. هغه وایي: «خټګرۍ کې د کار موندلو چانس ډېر دی. خو زه لومړی باید د قاضي ځواب ترلاسه کړم.»


* د کم سنه مهاجرو اصلي نومونه نه دي ښودل شوي

 

نورې ليکنې