کرېډېټ: پېکچر الاینز
کرېډېټ: پېکچر الاینز

تېره ورځ د فرانسې د لیون ښار جزایي محکمې د یوې ۱۱ کسیزې ډلې محاکمه پیل کړه. دغه کسان په دې تورن دي چې د ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۸ ترمنځ یې په لسګونو کډوال له ایټالیا څخه فرانسې ته قاچاق کړي.

دغه کسان چې ډېری یې د لوېدیځې افریقا دي په دې تورن دي چې د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ یې فرانسه کې غیرقانوني کډوالو ته د اوسېدو زمینه برابره کړې. د هغوی له ډلې څخه ۵ تنه یې په بند کې دي. د ډلې د شپږم غړي د نیول کېدو امر هم صادر شوی دی.

د لیون د قضایي ادارې له خوا د وړاندې شوې دوسیې له مخې دغو کسانو د ۲۰۱۶ تر ۲۰۱۸ پورې د الپ غرونو له لارې د ایټالیا د تورین سیمې او د فرانسې د ایل دو فرانس ترمنځ په لسګونو کډوال قاچاق کړي دي.

د قضایي معلوماتو پر بنسټ، افریقایي کډوال فرانسې ته د رسېدو په خاطر دغو کسانو ته له ۳۰۰ تر ۳۵۰ پورې یورو ورکولې.

یاد کډوال د مونت بلان، فریژوس، مونژنور او یا لارش له لارې د لاریو په وسیله د فرانسې ایل دو فرانس سیمې ته انتقال کېدل.

د ډلې د موټر چلوونکو په حواله دوی د هر مهاجر د انتقالولو په خاطر به ۵۰ یورو اخیستلې. د موټر چلوونکو په ډله کې یوه چینایی هم دی چې ایل دو فرانس کې اوسېږي.

اټکل دی چې د دغو کسانو محاکمه تر راتلونکې جمعې ورځې پورې دوام وکړي. 

 

نورې ليکنې