ایتا ماري سیسیل کې د لنګر اچولو اجازه ترلاسه کړې. کرېډېټ: ایتا ماري
ایتا ماري سیسیل کې د لنګر اچولو اجازه ترلاسه کړې. کرېډېټ: ایتا ماري

اسپانوي سازمان مېدېترانیو تېره سه شنبه ورځ وویل چې د ایټالیا د سیسیل سیمې په مسین بندر کې له مدیترانې څخه د ژغول شویو ۱۵۸ کډوالو د ښکته کولو اجازه ترلاسه کړې. اټکل کېږي چې د غه سازمان کښتۍ ایتا ماري د پنجشبنې په ورځ یاد بندر ته ورسېږي.

مېدېترانې سازمان په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ژغورونکې کښتۍ ایتا ماري د سه شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۱۱مه) د ایټالیا د سیسیل سیمې په مسین بندر کې د ۱۵۸ کډوالو د ښکته کولو اجازه ترلاسه کړې.

ټویټ کې راغلي چې «[ایټالوي] چارواکو ایتا ماري کې د سپرو کډوالو د ښکته کولو اجازه راکړه. دغه ۱۵۸ کسان (زموږ وروڼو او خوېندو) بالاخره یوه امن هیواد ته رسېږي.»

یاد سازمان دا هم ویلي چې سمندر کې د هوا حالاتو په پام کې نیولو سره اټکل کېږي چې ایتا ماري راتلونکې پنجشنبه د ایټالیا سیسیل بندر ته ورسېږي.

ایتا ماري کې سپاره کډوال تېره یکشنبه او دوشنبه (د فبرورۍ ۹ او ۱۰) د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ژغورل شوي وو.

تېره یکشنبه د ۳ مېندوارو ښځو په ګډون ۱۶ مېرمنې، ۳۷ کم عمره کسان او ۴۰ نارینه له مدیترانې څخه وژغورل شول. دغه راز ایتا ماري د دوشنبې په ورځ ۶۰ تنه نورد لیبیا په ساحلي اوبو کې وژغورل چې په یوه لرګینه بېړۍ کې سپاره ول.

د الارم فون تېلېفوني پلټفورم تېره یکشنبه وویل چې یوه بله بېړۍ کې سپرو ۹۱ کډوالو ورسره اړیکه نیولې خو تر اوسه یې برخلیک نامعلوم دی.

 

نورې ليکنې