نږدې ۸۰ کسان د شتیون په موریس باکې جمنازیم کې ژوند کوي. کرېډېت: کډوال نیوز
نږدې ۸۰ کسان د شتیون په موریس باکې جمنازیم کې ژوند کوي. کرېډېت: کډوال نیوز

د پاریس د پورت دوبرویلیې کمپ تر تړل کېدو وروسته تر ۸۰ دېر مهاجر د شتیون سیمې جمنازیم ته ولېږدول شول. کډوال نیوز د شتیون سیمې موریس باکې جمنازیم ته تللی او هلته یې له مېشتو کډوالو سره خبرې کړې.

د شتیون سیمې موریس باکې جمنازيوم په ايل دو فرانس سیمه کې موقعیت لري. یاد جمنازیم د ۱۰۰ کسانو ظرفيت لري او اوس ۸۶ کډوال په کې اوسېږي.  

د الیترالیا سازمان عمومي مشر سیور وان سي چې باکې جمنازیم کې د کډوالو چارو مسولیت په غاړه لري، وایي: «دا مرکز د یوې میاشتې لپاره د دغو مهاجرو هرکلی کوي. په لومړي سر فرانسوي چارواکو شاوخوا سل کډوال دغه مرکز ته انتقال کړل. ورپسې ۳۷ تنه نور موریس باکې ته راوستل شول.»

موریس باکې جمنازیم کډوالو ته د لنډې مودې لپاره د اوسېدو ځای ورکوي. جمنازیم کې دغه راز له مهاجرو سره په روغتیایي برخو کې مرسته کېږي. د الیترالیا سازمان مشر په حواله د جمنازیم ۹۰ سلنه اوسېدونکو له ډاکټر سره لیدلي او خپلې روغتیایي ازموینې یې ترسره کړې دي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: پاریس: تر ۱۴۰۰ ډېر کډوال له پورت دوبرویلیې کمپ څخه وایستل شول

نوموړی زیاتوي چې جمنازیم کې یو ډاکټر او یو نرس شته.

دا په داسې حال کې چې ځینې مهاجر چې په جلدي ناروغیو اخته دي او وایي جمنازیم کې ډاکټر نشته او دوی لاعلاجه پاتې دي.

اداري چارې

جمنازیم کې د مېشتو مهاجرو بله ستونزه: اداري چارې.

افغان کډوال امید شینواري چې د جنورۍ له ۲۸مې راهیسې موریس باکې جمنازیم کې اوسېږي کډوال نیوز ته وایي چې جمنازیم کې ځان ارام احساسوي، «خو دلته د اداري چارو په برخه کې څوک زموږ سره مرسته نه کوي.» 

په همدې حال کې د الیترالیا سازمان مشر د اداري چارو په هکله وایي: «موږ په دې برخه کې تصمیم نیوونکي نه یو او نه په اداري چارو کې لاسوهنه کوو. دولت موږ ته امر کوي او موږ یې عملي کوو. [د پورت دوبرویلیې کمپ تر تخلیې] دوه ورځې مخکې حکومت موږ ته وویل چې د کډوالو د هرکلي لپاره دغه جمنازیم چمتو کړو.»

اندېښنې او ستونزې

جمنازیم کې مېشت ۲۷ کلن افغان کډوال زیارمل په کال ۲۰۱۷ کې فرانسې ته راغلی دی.  

نوموړي د ۷ میاشتو پر مهال دوبلینی شوی و، خو اوس یې رسېپیسې نورمال دی. هغه وایي: «کله چې اوبرویلیه کې تر خیمې لاندې اوسېدم، ټول اسناد مې ورک شول. اوس نه پوهېږم چې څنګه خپل اسناد بېرته ترلاسه کړم. د جمنازیم مسولین وایي چې دوی نه پوهېږي چې څه باید وکړم. له ۳ کلونو راهیسې مې برخلیک نامعلوم دی.»

هغه زیاتوي چې نه د روغتيا بيمه لري، نه رسېپیسې او نه د اوسېدو لپاره سم ځای. «د لسو مياشتو راهیسې ما سره مالي مرسته هم بنده شوې.»

که څه هم ۲۴ کلن افغان کډوال زاهد له ۲۰۱۸ راهیسې کار کوي او د کار قرارداد لري، خو تر اوسه یې کور نه دی موندلی. زاهد وایي: «زه د مونت له ژولي په سیمه کې خپل یو ملګري سره اوسېدم. تېر کال زما ملګري پرېکړه وکړه چې افغانستان ته لاړ شي. د همدې کبله زه اړ شوم چې اوبرویلیې کمپ ته ولاړ شم.»

زاهد د ۲۰۱۹ په ډسمبر میاشت کې خپله وروستۍ تنخواه ترلاسه کړې او اوس د کور په لټه کې دی.

هغه وایي چې جمنازیم کې خوب نه شي کولی ځکه وېره لري چې تېلېفون یا قیمتي شیان یې ورک شي.


له افغانانو پرته جمنازیم کې د ځینو نورو هیوادونو اتباع هم اوسېږي.  

۲۵ کلن محمد* د اېتوپیا دی او د جنورۍ له ۲۸ نېټې را په دې خوا دغه مرکز کې ژوند کوي. هغه په ۲۰۱۹ کې فرانسې ته راغلی او د پناه غوښتنه یې کړې. محمد د خپلو ستونزو په هکله وایي: «ما ته اوفي [د مهاجرت او ادغام اداره] کور نه و راکړی نو ځکه اوبرویلیې کې اوسېدم. خو هلته ګواښونه ډېر وو. مهاجرو ان د یوه سګرېټ په سر شخړې کولې.» 

هغه اوس خپلې مرکې ته انتظار کوي خو تراوسه پورې اوفپرا ته نه دی بلل شوی.

دغه کډوال د وخت د تېرولو لپاره د قطعو لوبې کوي. دوی وایي چې ستړي شوي او د خپل راتلونکي په اړه اندېښنې لري.


* مستعار نوم

 

نورې ليکنې