پیښور کې ځینې افغان کډوال، ۲۰۱۷ کال
انځور: افغانستان کډوالو چارو وزارت
پیښور کې ځینې افغان کډوال، ۲۰۱۷ کال انځور: افغانستان کډوالو چارو وزارت

پاکستان د افغانستان هغه ګاوند هیواد دی چې له تیرو څلورو لسیزو راهیسې د میلیونونه افغان کډوال کوربه توب کوي او شاوخوا ۸۵ سلنه افغانان هلته زیږیدلي چې افغانستان ورته یو دوهم هیواد ښکاري.

د پاکستان په پیښورکې د افغانستان کونسولګرۍ د کډوالو مسول عبدالحمید جلیلي له کډوال نیوز سره په مرکه کې د تیرې سه شنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۱ وویل« شاوخوا ۸۵ سلنه افغانان دلته په پاکستان کې زیږیدلي دي، د کډوالو دغه دویم او دریم نسل ته افغانستان یو دوهم هیواد ښکاري او دوې د دې ځای  په ذهنیت لوي شوي.»

ډیرۍ افغانان د پاکستان په د خیبر پختونخوا ایالت کې اوسیږي.د افغانستان د کونسولګرۍ د معلوماتو له مخې یوازې په دغه ایالت کې ۱،۳ میلیونه افغانان میشت دي چې له دغې ډلې ۸۰۰ زره تنه يي د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې عالي کمیشنرۍ ( UNHCR) سره ثبت دي.

د عبدالحمید جلیلي په خبره کله ناکله د کډوالۍ موضوع سیاسي کیږي، هغه وايي کله چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شي نو بیا دلته افغان کډوال زورول کیږي خو اوس د عمران خان په مشرۍ د نوې حکومت په راتګ سره دغه ستونزه کمه شوې.

تمه ده راتلونکي اونۍ اسلام اباد د افغان کډوالو د څلویښت کلنۍ د پوره کیدو د نمانځنې په موخه د یو نړیوال کنفرانس کوربه توت وکړي چې په دغه کنفرانس کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم ګډون ولري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداري عالي کمیشنرۍ تیره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر نړیوالو غږ کړی چې د ۴ لسیزو دغه کډوالو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او دوې باید هیر نه شي.

کډوال څه وايي؟

۳۸ کلن افغان کډوال الله میر چې په پاکستان کې زیږیدلی وايي خپل هیواد سره مینه لرم، غواړم بیرته افغانستان ته لاړ شم خو په افغانستان کې د سرپناه نشتوالي، او امنیتي ستونزو اړ کړی یم چې د لته پاتې شم.

بریالی میاخیل بل افغان کډوال دی چې ۳۴ کاله کیږي د خیبر پختونخوا چهارسده سیمه کې د کډوالو په یو کیمپ کې له خپلې کورنۍ سره میشت دی، هغه چې د افغان مهاجرینو د متحده عالي شورا مشري هم کوي وايي« افغان ولسمشر او نور چارواکي مونږ سره بیا بیا ژمنه وکړه چې د سرپناه لپاره په افغانستان کې تاسې ته یوه نمره ځمکه ویشل کیږي خو تر اوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې.»

 تعلیم او روغتیا

الله میر چې د خیبر پختونخوا کوهاټ سیمه کې ښوونکی هم دی وايي د کمپونو په لومړنیو ښوونځیو کې چې د UNHCR  لخوا تمویل کیږي افغان ماشومانو ته له لومړي څخه تردریم ټولګي پورې پاکستاني نصاب تدریس کیږي.

افغان زده کوونکي، خراسان ښوونځی، پاکستان، پیښور. ۲۰۱۷. انځور: بریالی میاخیل
د هغه په خبره مخکې دلته افغان ماشومانو ته په مورنۍ ژبه افغاني نصاب تدریس کیدل خو اوس دغه نصاب نه تدریس کیږي.هغه له پاکستاني چارواکو غواړي چې افغان ماشومانو ته په مورنۍ ژبه په افغاني نصاب دزده کړې زمینه برابره شي.

 بریالی میاخیل در وغتیايي ستونزو په اړه وايي چې د چهارسدې په کیمپ کې شاوخوا ۳۰ کورنۍ میشت دي خو یوازې یوه ګرځنده کلنیک چې دوا هم پکې نشته د څو کمپونو لپاره کار کوي او د ټولو لاسرسی ورته ګران دی.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه د افغان کډوالو د بیرته ستونولو طرحه جوړه کړې خو کډوال بیا د امنیت، سرپناه او د کاري زمینو د نشتوالي له امله بیرته ستنیدو ته زړه نه ښه کوي.

 

نورې ليکنې