مانش کانال کې د برتانیا ګزمه کوونکې کښتۍ. کرېډېټ:  پېکچر الاینز
مانش کانال کې د برتانیا ګزمه کوونکې کښتۍ. کرېډېټ: پېکچر الاینز

تېر میلادي کال نږدې ۱۹۰۰ مهاجرو د مانش کانال له لارې ځانونه برتانیا ته رسولي دي. که څه هم برتانوي چارواکي وایي چې د مانش کانال له لارې دغه هیواد ته رسېدونکي کډوال بېرته اروپایي هیوادونو ته اخراجوي، خو رسمي شمېرې ښيي چې د دغو کسانو له ډلې څخه کمه برخه یې له برتانیا څخه اخراجه شوې ده.

برتانوۍ رسنۍ بي بي سي په یوه رپوټ کې لیکي چې د رسمي شمېرو له مخې د مانش کانال له لارې دغه هیواد ته رسېدونکي ډېری کډوال یاد هیواد کې پاتې شوي او اروپایي هیوادونو ته نه دي شړل شوي دي. 

د ورځپاڼې په حواله د ۲۰۱۹ د اګست په ۲۲مه د ۱۱ ماشومانو په ګډون ۹۴ کسانو، چې په ۸ بېړیو کې سپاره ول، د فرانسې له شمالي سواحلو څخه د برتانیا په لور خپل سفر پیل وکړ. د دغو کسانو له ډلې څخه ۳۰ تنه یې د فرانسې سمندري ځواکونو له خوا ونیول شول. خو پاتې نور یې برتانیا ته ورسېدل.  

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون د دغو کسانو په هکله ویلي وو: «موږ به دوی بېرته اخراجوو.»

د برتانیا لومړی وزیر: د کښتیو په واسطه برتانیا ته راتلونکو کډوال بېرته اروپا ته شړل کېږي

د برتانیا د کورنیو چارو ادارې د شمېرو له مخې، په داسې حال کې چې تېر کال ۱۸۹۰ کسانو د مانش له لارې ځانونه برتانوي سواحلو ته رسولي، خو د هغوی له ډلې څخه یوازې ۱۲۵ تنه یې بېرته اروپایي هیوادونو ته اخراج شوي دي.

بي بي سي د کډوالو چارو ماهرانو له قوله لیکلي چې د اکثرو دغو کسانو دوسیې، چې ډېری یې ایرانیان دي، د منلو وړ دي.

کېنت حقوقي موسسه کې د کډوالو او پناه غوښتونکو چارو مدافع وکیلې شیونان یورک بي بي سي ته ویلي چې ایران کې زنا، همجنس بازۍ او له اسلام څخه سرغړونې ته سزا ټاکل شوې ده. دغه راز د ایران د حکومت مخالف کسان دغه هیواد کې له مجازاتو سره مخ دي. نو ځکه برتانیا کې د ایرانیانو غوښتنې په اسانۍ سره منل کېږي.

د برتانیا د کډوالو چارو ادارې د شمېرو له مخې د ۲۰۱۹ تر سپټمبر میاشتې پورې برتانیا کې د ۲۴۰۶ ایرانیانو غوښتنې منل شوې او حکومت دوی د مهاجرو په توګه پېژندلي دي. د دغو کسانو له ډلې څخه ډېری یې د مانش کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي دي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د ژمي په را رسېدو سربېره کډوال لا هم د مانش کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ لپاره هڅې کوي


خو کوم کسان له برتانیا څخه اخراج شوي؟

بي بي سي د کډوالو حقونو وبسایت فري موومنت اډیټور او مدافع وکیل کولین له خولې وایي چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د رسېدونکو کډوالو له ډلې څخه یوازې «یوه کمه برخه» یې، چې غوښتنې یې رد شوې وې، له دغه هیواد څخه اخراج شوي دي.  

نوموړی زیاتوي چې ځینې کسان ممکن د استیناف غوښتنې تر وړاندې کولو وروسته د مهاجرو په توګه وپېژندل شي او ځینې نور کسان هم په خورا سختو شرایطو کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي.

د ده په حواله دغه بې سنده کسان برتانیا کې په قانوني توګه ځان ته کار نه شي موندلی نو ځکه په تورو کارونو بوخت دي.

که څه هم ځینې کارپوهان وایي چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته د رسېدونکو کډوالو پر ضد د برتانوي چارواکو ویناوې له «نړیوالو قوانینو» څخه سرغړونه بلل کېږي، د برتانیا د کورنیو چارو اداره ټینګار کوي چې «هغه کسان چې ساتنې ته اړتیا لري باید په لومړي امن هیواد کې د پناه غوښتنه وکړي.»

خو کارپوهان د دغې ادارې دا خبره نه مني او وایي چې ځینې مهاجر غواړي برتانیا کې له خپلو کورنیو سره یو ځای شي او ځینې نور کسان هیله لري چې په داسې یوه هیواد کې ژوند وکړي چېرې چې خلک په انګلیسي ژبه خبرې کوي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: ولې کډوال هڅه کوي چې د مانش کانال له لارې برتانیا ته لاړ شي؟ 

برتانیا ته د رسېدونکو کډوالو برخلیک

بي بي سي په خپل رپوټ لیکي چې مانش کانال کې د کډوالو کښتۍ په معموله توګه د برتانیا سرحدي ځواکونو له خوا درول کېږي او دوی کښتیو کې سپاره کسان دوور بندر ته انتقالوي. دغه بندر کې د کورنیو چارو ادارې کارکوونکي په یوه کانتینر کې د کډوالو په اړه پلټنې کوي.

چارواکي بیا ځینې کسان د کېنت ادمېشن ادارې ته لېږدوي چېرې چې دوی په لومړي سر د پناه غوښتنه کوي او بیا خپله لومړۍ مرکه ترسره کوي.

ورپسې بالغ سړي د اوسېدو ځانګړي هوټلونو ته استول کېږي.

خو د کېنت شورا د کم سنه مهاجرو مسولیت په غاړه اخلي. هغه کسان چې عمرونه یې تر ۱۶ کاله ټیټ دي ځانګړو ځایونو ته لېږدول کېږي، خو تر ۱۶ زیات عمر لرونکو کسانو ته د دوو میاشتو لپاره اشفورد سیمه کې د میلبانک هرکلي مرکز کې ځای ورکول کېږي.

دغه راز له یو مجرد پناه غوښتونکي سره په اونۍ کې ۳۷ اعشاریه ۷۵ پونډ مالي مرسته کېږي.

 

نورې ليکنې