کرېډېټ: پېکچر الاینز
کرېډېټ: پېکچر الاینز

د آلمان سره تعلق لرونکې جينيفر وګټ نومې له جرمني څخه شړل شوي خپل مېړه پسې پرته له ويزې پاکستان ته را رسېدلې ده.

آغلي جينيفر چې د تېرې دوشنبې په ورځ د اسلام اباد په هوايي ډګر کوزه شوه نو هغې پاکستانۍ ويزه نه درلوده. د پاکستان د مرکزي تحقيقاتي ادارې چارواکو هغه خپل توقيف کې کړله.

جينيفر وګټ ویلي چې د هغې پاکستانی مېړه، څوک چې آلمان کې ناقانونه کډوال و، له آلمانه اخراج شوی او هغه ورپسې پاکستان ته راغلې ده. 

جينيفر وګټ د پاکستان د پنجاب ولايت د وزيراباد سيمې سره تعلق لرونکي زين علي سره په آلمان کې واده کړی و. د پاکستاني مېړه لخوا مسوليت اخیستو نه پس د مهاجرت چارواکو د «انساني همدردۍ» له امله جينيفر وګټ ته د پاکستان ويزه ورکړه. 

ياده دې وي چې زين علي په هغه ۴۸ پاکستاني کډوالو کې شامل و کوم چې يوه اونۍ وړاندې د آلمان څخه اخراج شوي وو.

 

نورې ليکنې