اروپا ته په زرهاؤ بې سرپرسته ماشومان هم مهاجر سوي او بعضي يې لادرکه دي.
اروپا ته په زرهاؤ بې سرپرسته ماشومان هم مهاجر سوي او بعضي يې لادرکه دي.

د هجرت پر وخت د لادرکه سوو کسانو تلاښ څنګه کولای سو. دلته بعضي هغه امکانات وپېژنئ چي په موندنه کي مرسته کوي.

د مهاجرت پر وخت زيات وخت مهاجر تر داسو صحراؤ، دښتونو، ځنګلونو او يا اوبو تيريږي چي له هغه ځايه د خپلي کورنۍ او دوستانو سره تماس نيونه ورته ممکنه نه وي. يا کيدای سي په داسي ځای کي وي چيري چي د موبايل سګنال/انتن کار نه ورکوي او يا د موبايل د چارج کولو امکانات نه وي. زيات وختونه د دغو مهاجرو سره د دوستانو او کورنۍ تماس قطع کېدنه د اندېښنې وړ نه وي.

خو زيات داسي موارد هم سته چي د يو مهاجر سره د تماس ماتېدنې لامل يې د اندېښنې وړ وي. دا ځکه چي د مهاجرت پر وخت مهاجر د زياتو ګواښونو لکه غلو، تښتونکو او ورته نورو سره مخامخ کيدلای سي. د اروپا په بعضو سيمو لکه خرواټ کي مهاجر راپورونه ورکړي چي موبايل تليفونونه يې د چارواکو له خوا مات کړل سوي او يا دې چي د اخراج پر وخت يې ورڅخه د دوی ملکيت شيان پټ کړي. زيات وخت قاچاق وړونکي هم له مهاجرو څخه د هغوی تليفونه اخلي چي په وينا يې
«اضافي مصارف» په ادا کړي.

خو داسي هم پيښيږي چي د بېلګي په توګه د مديترانې سمندر په اوبو کي مهاجر د ډوبېدو له کبله ووژل سي او يا په ريګستان کي مړه سي. هر کال دغسي پيښي رامنځ ته کيږي.

عموما هغه مهاجر چي ژوندي وي او د کومو ستونزو له کبله يې د کورنۍ او دوستانو سره تماس شکېدلی وي، کوښښ کوي چي د امکات ورته برابرېدو په صورت کي خامخا احوال ونيسي. خو که د يو مهاجر د ژوند او مرګ خبر نه وي نو څوک بايد د چا سره تماس ونيسي او څوک مرسته کولای سي؟ په دې ترڅ کي يو شمېر سازمانونه او پلېتفارمونه سته چي مرسته کوي.

«د کورنيو سره اړيکي بيا ټينګول»

د سره صليب سازمان د
«د کورنيو سره اړيکي بيا ټينګول» په نوم پروژه پر مخ بيايي. د دغې پروژې مقصد د په جګړه يا طبيعي فاجعو يا نورو بشري ناورينونو کي د لادرکه سوو انسانانو او د هغوی د کورنيو تر منځ د تماس بېرته رامنځ ته کول دي.

د يادي پروژې خدمات په ټوله نړۍ کي بېله کوم مصرف څخه ترلاسه کيدلای سي. که څوک غواړي چي د خپلو لادرکه سوو کورنۍ غړو د موندلو په ترڅ کي د دغې پروژې مرسته ترلاسه کړي، نو بايد ورته نژدې د سره صليب د دفتر سره بايد تماس ونيسي. دغه سازمان بيا د لادرکه کس په هکله معلومات پوښتي او دغه معلومات د ځان سره خوندي ساتي او په مسؤلانه توګه د دغو معلوماتو سره چلن کوي. دغه پروژه د نړۍ په بيلو هيوادونو کي د لادرکه انسانانو د لټون په تړاو کافي اندازه معلومات، تجربه او امکانات لري.

د يادې پروژې د انټرنټ پاڼي (
https://familylinks.icrc.org/) له لاري هم څوک په خپلو لادرکه سوو خپلوانو پسي لټون کولای سي. پر ياده پاڼه نور معلومات هم ترلاسه کولای سئ.

د
«د څهرې تعقيب» پروژه

د سره صليب سازمان د (
Trace the Face) يا «د څهرې تعقيب» په نوم پروژه هم پر مخ بيا يي. دغه پروژه په زياته د هغو لادرکه کسانو په ترڅ کي کار کوي چي و اروپا ته د مهاجرت پر وخت لادرکه سوي دي. د دغې پروژې په ترڅ کي د عکسونو په مرسته صرف د کورنۍ د غړو تلاښ ممکن دی. دا ځکه چي انځورونه د انسانانو شخصي حريم بلل کيږي او له دې کبله هر څوک د لادرکه سوو کسانو دغو انځورونه ته نه بايد چي لاسرسی ولري.

صرف هغه څوک له دغه آسانتيا څخه ګټه پورته کولای سي چي د کورنۍ غړی يې لادرکه وي. که د يو چا دوست يا ملګری لادرکه وي نو هغه کولای سي چي د دغه ملګري د کورنۍ په مرسته د يادي پروژې سره تماس ونيسې تر څو د لادرکه سوو کسانو د انځورونو معلوماتو ته لاس رسی پيدا کړي. د دغې پروژې په تړاو نور معلومات ورته پر ځانګړې سوې پاڼه (
https://familylinks.icrc.org/europe/en/Pages/home.aspx) موندل کيدلای سي.

«ښايي دلته» پروژه

د څهرې د تعقيب د پروژې په شان يوه بله پروژه چي (
May be here) يا «ښايي دلته» نوميږي، هم د لادرکه سوو کسانو په تلاښ کي مرسته کوي. دغه پروژه د محمد توتونجي په نوم کمپيوتري پروګرامونه جوړونکي سوريايي له خوا پېل کړل سوې ده.

دغه پروژه هم د لادرکه سوو کسانو د لټون له پاره تر زياتي اندازې پر انځورونو اتکأ کوي. توتونجي څوک چي په ترکيه کي د مهاجر په توګه ژوند کوي، پخپله ورک سوی ؤ او وايي چي د پروژې مقصد يې د هغو کسانو د معلوماتو مرکزي کول ؤ چي د مهاجرت پر لاره لادرکه سوي دي.
د دغه پروژې په تړاو نور معلومات د دغې پروژې پر ځانګړې پاڼه (https://www.maybehere.org/en) ترلاسه کيدلای سي.

سور صليب د آلمان څانګه

د سره صليب د آلمان څانګه نژدې ۱۵۰ کلنه تجربه لري او هر کال په زرهاؤ کسان د خپلو لادرکه سوو کورنۍ د غړو او دوستانو په تلاښ کي د دغه سازمان څخه مرسته ترلاسه کوي. د دغې څانګي سره د تماس نيولو له پاره د نړۍ په هره سيمه کي موجود د سره صليب د دفتر له لاري تماس نيول کيدلای سي.

د سره صليب د آلمان څانګه په بعضو مواردو کي په آلمان کي د خپلي کورنۍ د غړو سره د يوځای کېدو له پاره د شته قوانينو او شرايطو په ترڅ کي هم مشوره او معلومات ورکوي.

د لادرکه سوو کسانو د تلاښ له پاره د سره صليب د آلمان څانګه په جرمني کي نژدې ۸۰ د لټون مرکزونه لري. په هکله يې نور معلومات د دغه څانګي پر ځانګړې وېبپاڼه (
https://www.drk-suchdienst.de/en) تر لاسه کيدلای سي.

لادرکه ماشومان

و اروپا ته ګڼ شمېر داسي کمسن ماشومان او ځوانان هم مهاجر سوي چي سرپرستان يې ورسره نه دي ملګري. له دوی څخه يو شمېر يوازي د مهاجرت خپل سفر پېل کړی او يو شمېر نور بيا د سفر په جريان کي له خپلو کورنيو څخه بېل سوي دي. د يورو شتات په نوم اروپايي ادارې د معلوماتو په حواله په ۲۰۱۸ کال په اروپايي اتحاديه او بريتانيه کي نژدې ۲۰ زره داسي ماشوم مهاجر ثبت ول چي سرپرستان ورسره نه ول.

په ټوله اروپا کي د ماشومانو د لادرکه کېدنې په صورت کي د مرستي مرکزي تليفون شمېره (116000) سته. د مرستي دغه شمېر د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو تر څنګ په بريتانيه، البانيا، سربستان، سويس او تر يوې اندازې په اوکراين کي هم فعاليت لري.

د
«لادرکه ماشومانو» د پروژې او مرستو په هکله نور معلومات د دغې پروژې پر ځانګړې پاڼه (https://www.116000enfantsdisparus.fr/en/home.html) ترلاسه کيدلای سي.

 

نورې ليکنې