عاقله آصفي، پنجاب ایالت پاکستان. انځور: UNHCR
عاقله آصفي، پنجاب ایالت پاکستان. انځور: UNHCR

۵۴ کلنه عاقله آصفي هغه افغان ښوونکې ده چې په افغانستان کې د کورنیو جګړو له امله ۱۹۹۲ کال وروسته له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته لاړه او هلته يي د پنجاب ایالت د افغان کډوالو په یو کیمپ کې چې ښوونځي ته د نجونو تګ یو ننګ بلل کیده په ډیرو لږو امکاناتو و توانیده چې زرګونه نجونو ته د زده کړې زمینه برابره کړي.

میرمن عاقله آصفي هیله لري چې افغانستان ته ستنه شي او هلته د لرې پرتو سیمو نجونو ته د زده کړې زمینه برابره کړي خو د هغې په خبره افغان حکومت نه دی توانیدلی افغانستان ته يي د بیرته ستیندا شرایط برابر کړي. مهاجرنیوز له دغې افغان کډوالې ښوونکې سره د نوموړې د ژوند، د زده کړې په برخه کې د هغې د فعالیتونو او راتلونو پلانونو په اړه خبرې کړي.

 مهاجر نیوز :  په سر کې که مهاجر نیوز ته د خپل شخصي ژوند په اړه معلومات ورکړئ؟

 عاقله آصفي : عاقله آصفي یم او ۵۴ کاله عمر لرم چې د کابل ولایت د بګرامۍ ولسوالۍ اصلي اوسیدونکې یمه. په کابل کې مې د ښوونکې په توګه دنده درلوده خو ۱۹۹۲ کال کې د تنظیمي جګړو له امله له خپل میړه او دوو ماشومانو سره پاکستان ته مهاجره شوم. اوس دلته د پاکستان پنجاب ایالت میانوالۍ کې د افغان مهاجرینو په نوم کیمپ کې ژوند کوم.

مهاجر نیوز: د افغان مهاجرینو کیمپ کې چې ښوونځي ته د نجونو تګ یو ننګ بلل کیده څنګه و توانیدلی چې افغانو نجونو ته د زده کړې زمینه برابره کړئ ؟

عاقله آصفي : کیمپ ته تر رسیدو څه موده وروسته متوجه شومه چې د سیمې ډیرۍ نجونې بې سواده دي، داسې کورنیو سره مخامخه شوم چې ښوونځي ته د نجونو پریښودل ورته شرم ښکاریده، د سیمې نجونې تعلیم ته لاسرسۍ نه درلودې. د غه ستونزې د دې باعث شوې چې باید دغو انجونو لپاره چې د تعلیم له حق څخه بې برخې دي یو کار وکړم. د میړه او د سیمې د سپین ږیرو له اجازې وروسته په خپل کور او د استوګنې په کوټه کې مې په ډیرو کمو امکاناتو څو تنو نجونو لپاره د ۱۹۹۲ کال جون او جولای میاشتو کې د سواد آموزۍ کورس جوړ کړ.

مهاجر نیوز: په پیل کې د نجونو تعداد څومره و او ایا په یو کور کې د دغه کورس د جوړولو امکان و؟

عاقله آصفي: لومړیو کې ۸ نجونې زده کړو ته را تللې او بیا د دوی شمیر ۱۲ او وروسته ۲۵ تنو ته ورسیدل. د شمیر د ډیریدو او کور ته د میلمنو د راتګ له امله د کور په حویلۍ کې مو یوه خیمه کې درسي صنف جوړ کړ. د زده کوونکو شمیر ۷۵ تنو ته ورسید. درې کاله مو د ورځې دوه وخته سهار او له غرمې وروسته همدغه خیمه کې درس ورکاوه.

یوه ورځ خیمه کې د تدریس په حال کې وم چې د UNHCR کارکوونکي راغلل، غوښتنه يي وکړه چې له خیمې څخه لیدنه کوو. د ستونزو د بررسۍ وروسته يي راته وویل چې مونږ غواړو د سواد آموزۍ دغه کورس په رسمي ښوونځی بدله کړو.

د ۱۹۹۲ کال ډسمبر میاشت کې د سواد آموزی دغه کورس د community model girls high school  په نوم د نجو لپاره د رسمي ښوونځي بڼه خپله کړه. له دې سره د خیمو شمیر پنځو ته ورسید، تر پنځم ټولګي پورې صنفونه جوړ شول، دوه نورې ښځینه استادانې هم د زده کوونکو له ډلې وګمارل شوې او زما په ګډون د UNHCR لخوا دغو استادانو ته معاش هم و ټاکل شو. 

عاقله آصفي، د نجونو د ښوونځي د افتتاح مراسم. انځور: UNHCR

له ۱۹۹۷ کال وروسته UNHCR لخوا ښوونځي ته ودانۍ هم جوړه شوه چې ۵ خونې يي درلودې او تر ۲۰۱۵ کله پورې مو همداسې دوام ورکړل. ۱۴ دورو کې مو د کیمپ ۱۲۰ تنه ښځینه نجونې فارغې کړې.

له ۲۰۱۵ کال وروسته کله چې مې د نانسن نړیواله جایزه خپله کړه ابتداییه ښوونځی مو په لیسه بدله کړه. اوس د افغان مهاجرینو د کیمپ هره کورنۍ کې لږ تر لږه یوه تعلیم یافته نجلۍ شته، د کیمپ د اوسیدونکو دویم نسل دلته په زده کړو بوخت دي ځکه د نجونو زده کړو ته د خلکو مینه ډیره شوې، او همدارنګه د دې ځای اوسیدونکو لپاره څلور نور ښوونځي هم جوړې شوې.

 مهاجر نیوز: د نانس جایزې په اړه که راته ووايئ ؟ دغه جایزه مو څنګه ترلاسه کړه ؟

عاقله آصفي : دغه جایزه هرکال هغو کډوالو ته ورکول کیږي چې ټولنې ته يي ځانګړې خدمات وړاندې کړې وي. دا چې ما د افغانو نجونو لپاره د سواد آموزۍ له کورس څخه پیل وکړ او اوس د کلي زرګونه نجونې په زده کړو بوختې دي نو ځکه ۲۰۱۵ کال کې د غې جایزې ته کاندیده شوم.

دغه جایزه چې ۱۰۰ زره ډالر ده ۲۰۱۵ کال کې یوې غونډې په ترڅ کې د سویس دجینیوا ښار د ملګرو ملتونو سازمان په دفتر کې راته راکړل شوه.

د دغه ۱۰۰ زره ډالرو ۸۰ سلنه مې د زده کړې په برخه کې مصرف کړل. د ښوونځي لپاره مې نهم او لسم ټولګي اضافه کړل، د زده کوونکو لپاره مو کتابتون او لابراتوار جوړ کړل او د سیمې ځینو نجونو ته د مسلکي زده کړو زمینه برابره شوه.

غواړم د دغو پیسو ۲۰ سلنه نور په افغانستان کې د نجونو د زده کړې په برخه کې ولګوم.

د دې ترڅنګ ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان جمهور رییس محمد اشرف غني لخوا هم راته د سید جمال الدین افغان مډال راکړل شوه او همدارنګه په ۲۰۱۶ کال کې مې Global Teacher Prize جایزه ترلاسه کړه.

 مهاجر نیوز: ایا غواړئ افغانستان ته بیرته ستنه شئ او د تعلیم په برخه کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړئ ؟

عاقله آصفي : د مهاجرت له ژوند څخه خسته شوې یمه. که چیرې شرایط راته برابر شي نو غواړم بیرته افغانستان ته ستنه شم او هلته د لرې پرتو سیمو نجونو ته د زده کړې زمینه برابره کړم.

هغو نجونو ته تدریس وکړم چې اوسمهال د زده کړو له حقه محرومې دي.

ما غوښتل چې د نانسن جایزې پیسې په افغانستان کې د تعلیم په برخه کې مصرف کړم خو افغان چارواکو راته دا زمینه برابره نکړه. له ولسمشر ، لومړۍ میرمنې او نورو چارواکو سره مې ولید او غوښتنه مې وکړه چې افغانستان کې راته شرایط برابر کړي ترڅو هلته د نجونو د زده کړې په برخه کې خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکړم خو متاسفانه زما خبرو ته چا غوږ کینښود.

افغانستان ته د تګ لپاره سرپناه ته اړتیا لرم او د اقتصادي ستونزو له کبله نشم کولای کرايي کور کې ژوند وکړم، د سرپناه غوښتنه مې له چارواکو کړې، ژمنه راسره شوې خو لا عملي شوې نه ده نو ځکه مجبوره یم دلته پاتې شم.

 مهاجر نیوز: په پای کې که افغانانو او په ځانګړې ډول کورنیو ته خپل پیام ووایاست ؟

عاقله آصفي : زده کړه باید له کلو بانډو او له هغه سیمو پیل شي چې نجونې ورته لاسرسۍ نه لري او یاهم لاسرسۍ ورته ګرانه ده. زده کړه باید عامه شي، هیڅ ماشوم باید د زده کړې له حقه محروم نه شي. له کورنیو مې غوښتنه داده چې خپلو نجونو ته اجازه ورکړي ترڅو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.

 

نورې ليکنې