آلمان هيله لري چي نوی قانون به يې د مسلکي کسانو تشه ډکه کړلای سي.
آلمان هيله لري چي نوی قانون به يې د مسلکي کسانو تشه ډکه کړلای سي.

په آلمان کي يو نوی قانون چي له اروپايي اتحاديې څخه له دباندي هيوادونو څخه د غېر اکادميکو مسلکي کسانو د جذب له پاره چمتو سوی، د مارچ له مياشتي قابل عمل کيږي. مهم ټکي او مقاصد يې څه دي؟ دلته يې ولولئ:

د آلمان اقتصاد د مسلکي کارګرو د کمښت سره مخامخ دی. له همدې وجې د دغه هيواد حکومت د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو څخه بهر په نورو هيوادونو کي و آلمان ته د مسلکي کارګرو د جذب قانون جوړ کړ. ياد قانون ته د (Fachkräftezuwanderungsgesetz) يا د مسلکي کسانو د راکډوال کېدو د قانون نوم ورکول سوی دی. دغه قانون به د روان ۲۰۲۰ کال په مارچ مياشت قابل عمل سي. د دغه قانون له مخي به د ځانګړو شرايطو په مراعت کولو سره بهرنيان وکولای سي چي آلمان ته د کار له پاره راسي.

د يوې اقتصادي آنلاين پاڼي
« مېک ايټ اين جرمني» په وينا د آلمان دغه نوی قانون به د لومړي ځل له پاره غير اکادميکو مسلکي بهرنيانو ته آسانتياوي برابري کړي چي آلمان ته د کار له پاره راسي.

خو پر ياد قانون بعضي ملاحظات او نيوکي هم وجود لري. د بېلګي په توګه بعضي د اقتصاد سره تړلي کسان پر دغه قانون نيوکه کوي چي ګواکي په کافي اندازه د جذب له پاره شرايط نه وړاندي کوي. نور بيا دغه قانون بې ګټي بولي تر څو چي په مجموع کي په آلمان کي د کډوالۍ په قوانينو کي نوښتونه نه وي رامنځ ته سوي. د بېلګي په توګه دا دليل راوړل کيږي چي هغه مهاجر چي تر مخه لا په آلمان کي دي او مسلکيان دي، هغوی اوس هم مجبوره وي چي د کار د پېلولو مخکي زيات انتظار وکړي.

د نوي قانون مهم ټکي

د آلمان حکومت هيله لري چي د نوي قانون له کبله به زيات مسلکي کسان دې ته زړه ښه کړي چي آلمان ته د کار له پاره راسي او په دې توګه په اړونده ډګر کي تشه ډکه کړي. په آلمان کي د بېلګي په توګه د زړو خلکو د مراقبت يا ساتنې په ډګر کي د کارګرو سخت کمښت دی. د مسلکي کسانو د جذب دغه نوی قانون پر هغه زوړ قانون ولاړ دی چي د اکادميکو کسانو د راجلبولو له پاره جوړ سوی ؤ.

د قانون په چوکاټ کي به هغه بهرني ته د آلمان دننه د کار کولو او اوسېدلو اجازه ورکول سي چي په آلمان کي د ځان له پاره د کار قرارداد په لاس راوړي. په دې توګه نو د آلمان کارفرمايان نه دي مجبوره چي لومړی هڅه وکړي چي آلماني اتباعو يا د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو اتباعو ته کار ورکړي او که هغه ورته پيدا نه سي نو صرف په هغه صورت کي بهرنی په کار بوختولای سي. دا په هغه صورت کي چي د بهرني د زدکړو کوايف د کورني کارګرو سره برابر وي. و آلماني يا اروپايي کارګر ته د اوليت ورکولو زوړ اصل په دې توګه له منځه تللی دی.

هغه کسان چي په اړونده مسلک کي خپلي زدکړي اثبات کړلای سي او څو نور شرايط پر ځای کړي، هغوی ته د آلمان د ۶ مياشتو ويزه ورکوله کيږي تر څو هغوی په دغه موده کي په آلمان کي ځان ته کار ولټوي. خو د آلمان د تجارت اطاق وايي چي په اوږدمهاله توګه به د آلمان له پاره مشکله وي چي نژدې هغه ۱ اعشاريه پنځه مليونه کارځايونه په مسلکيانو ډک کړي چي اوس خالي دي.

د ژبي د زدکړي شرايط

خو په دغه قانون کي يو کمښت په ګوته کيږي چي په هکله يې ويل کيږي ښايي د دې مخه ونيسي چي دغه قانون خپل اصلي مقصد ته ورسيږي او په اړين شمېر بهرني مسلکيان آلمان ته راجلب کړي.

دغه کمښت هغه شرط بلل کيږي چي له مخي به يې و آلمان ته د کار په مقصد راتلونکي کارګر بايد په آلماني ژبه تر يوې اندازې بايد پوه واوسي. په دې ترڅ کي به کارګر مجبور وي چي ثابته کړي چي په کافي اندازه په آلماني ژبه تسلط لري. خو د زياتو کسانو له پاره دا يوه لويه ستونزه او خنډ بلل کيږي چي هغوی د کار د قرارداد تر لاسه کولو له پاره لومړی د يوې ژبې په زدکړه مکلف وي.

ايا صرف د اروپا څخه دباندي کسانو له پاره؟

د نوی قانون مقصد په اصل کي د اروپايي اتحاديې څخه د باندي له نورو هيوادونو څخه د مسلکي کسانو راجلبول دي. د آلمان د کورنيو چارو د وزارت په وينا البته دغه کسان بايد په اړونده مسلک کي بايد په هغه اندازه يا ورته زدکړي ولري لکه په آلمان کي چي په اړونده ساحه کي د کار کولو له پاره حتمي دي.

دا لا نه ده روښانه چي ايا د دغه نوي قانون له مخي به هغه مهاجر چي تر مخه لا په آلمان کي دي د کار موندني په ډګر کي کومي نوي آسانۍ رامنځ ته سي که څنګه. دا ځکه چي په آلمان کي يو شمېر مهاجر اوسيږي چي مسلکونه يې زده دي خو د کار اجازه نه لري. دا نه ده روښانه چي ايا دغه مهاجر به د دغه نوي قانون له مخي په آلمان کي د کار کولو اجازه ترلاسه کړلای سي که نه.

دا هم نه ده څرګنده چي ايا هغه مهاجر چي تر مخه لا په آلمان کي په کار بوخت دي، وکولای سي چي د مهاجرت د قانون له شرايطو څخه ولاړ سي او د نوي قانون له مخي په آلمان کي ژوند او کار پېل کړي. زيات شمير هغه مهاجر چي کارونه کوي که يې د کار قراردادونه تمديد نه سي نو د اخراج کېدو د ګواښ سره مخامخ وي.

يو شمېر سياستوال د دې غوښتنه کوي چي د نوي قانون له مخي بايد دا ممکنه کړل سي چي مهاجر د مهاجرت د قانون له مخي د کاري او اقامې له شرايطو څخه واوړي او د نوي قانون له مخي کار او ژوند وکړي. خو د آلمان د لومړۍ وزير انګېلا مېرکل مسيحي دموکرات ګوند بيا وايي چي که داسي وکړل سي نو ښايي دغه قانون و آلمان ته لا زيات مهاجر او پناه غوښتونکي په دې اميد راجلب کړي چي وايي که مي پناه غوښتنه ونه منل سي نو به د هغه بل قانون له مخي په آلمان کي د پاته کيدو هڅه وکړي.

د قانون په متن کي په څرګنده توګه راغلي چي د دغه قانون مقصد د غير مسلکي کسانو له پاره و آلمان ته راتګ آسانه کول نه دي.

 

نورې ليکنې