پورت دوبرویلیې کې د کډوالو نوی کمپ. دغه کمپ کې نږدې ۵۰ کسان اوسېږي. کرېډېټ: کډوال نیوز
پورت دوبرویلیې کې د کډوالو نوی کمپ. دغه کمپ کې نږدې ۵۰ کسان اوسېږي. کرېډېټ: کډوال نیوز

که څه هم په تېرو څو اونیو کې فرانسوي چارواکو د پاریس په شمال ختیځو اوبرویلیې او پورت دو لا ویلت سیمو کې د مهاجرو کمپونه تړلي دي، خو د لږې مودې را په دې خوا ځینې کډوال د دوبرویلیې په یوه بله برخه کې ځای پر ځای شوي. کډوال نیوز دغه کمپ ته تللی او هلته یې له مېشتو مهاجرو سره خبرې کړې دي.

د پاریس په شمال ختیځه اوبرویلیه سیمه کې د کډوالو نوی کمپ د عصري ودانیو او لویو مغازو شا ته موقعیت لري. خو دغه کمپ له چټلیو نه ډک دی او نږدې ۵۰ مهاجر پکې تر کوچنیو خیمو لاندې ژوند کوي. کمپ کې د مېشتو مهاجرو په ډله کې افغانان، سوډانیان، سومالیایان او یمنیان لیدل کېږي.

د جمعې سهار په اته نیمو بجو افغان کډوال محمد علي له خپلې خیمې څخه وتلی او بانک ته د ورتګ لپاره تیاری نیسي. دغه ۲۳ کلن مهاجر د افغانستان د غزني ولایت دی او له ۴ ورځو راهیسې دې کمپ کې ژوند کوي. محمد علي وایي چې درې کاله یې المان کې تېر کړي، خو هلته یې غوښتنه رد شوه او نوموړی له ډېرې مجبورۍ څخه فرانسې ته راغی. هغه زیاتوي، سره له چې د فرانسې د قوانینو په هکله کافي معلومات نه لري، خو اوفي یا د کډوالۍ او ادغام ادارې ته یې زنګ وهلی او د خپلې غوښتنې د وړاندې کولو لپاره یې وخت اخیستی دی.

پورت دوبرویلیه کمپ کې د کډوالو خیمې. کرېډېت: کډوال نیوز
د محمد علي په څېر ځینې نور مهاجر هم له کمې مودې راهیسې په فرانسه کې اوسېږي او تر اوسه یې برخلیک نامعلوم دی. ۳۰ کلن بهادر یو له هغو کسانو دی چې ۴ ورځې وړاندې دغه کمپ کې ځای پر ځای شوی دی. نوموړی چې د افغانستان د بغلان ولایت دی وایي افغانستان کې یې له امریکایانو سره د تېل د انتقالولو په برخه کې کار کاوه. خو د امنیتي ګواښونو له امله تېښتې ته اړ شو. بهادر زیاتوي چې ښځه او ماشومان یې افغانستان کې پاتې دي او هغه هیله لري چې یوه ورځ وکولی شي خپله کورنۍ فرانسې ته را وغواړي.

خو د دغه د کمپ ځینې نور اوسېدونکي هغه کسان دي چې له اوږدې مودې راهیسې په فرانسه کې ژوند کوي. لکه ۶۰ کلن سومالیایی کډوال آدم. نوموړی نن سهار وختي له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای شوی او غواړي چې د ګرځېدو لپاره له کمپه ووځي. آدم وایي چې یو کال نیم یې پورت لا شاپل او بیا لا ویلت کمپونو کې تېر کړی دی، خو تر اوسه یې د اوسېدو ځای نه دی موندلی. آدم یو له هغو مهاجرو دي چې د لا ویلت کمپ د تخلیې عملیاتو پر مهال د ایل دو فرانس د سرژي سیمې یو مرکز ته انتقال شوی و، خو لږ وروسته چارواکو هغه له مرکز نه وشړه. آدم وایي: «اوس مې اصلي ستونزه دا ده چې د اوسېدو ځای نه لرم. له اوفي سره مې څو واره خبرې کړې، خو خبرو ته مې څوک غوږ نه نیسي.»

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: پاریس: تر ۴۰۰ ډېر کډوال د لا ویلت کمپ څخه وایستل شول 

سیرالیونی کډوال شریف امادو. کرېډېټ: کډوال نیوز
د آدم په شان ځینې نور کسان هم پورت دوبرویلیې او پورت دو لا ویلت پخوانیو کمپونو کې اوسېدل. خو دوی وایي چې د کمپونو د تخلیې عملیاتو پر مهال سرویسونو ته سپاره شوي نه دي. لکه ۲۹ کلن افغان کډوال نعمت او ۲۳ کلن سرالیونی مهاجر شریف امادو. نعمت چې د افغانستان د لوګر ولایت دی او اروپا ته تر راتلو مخکې موټرواني کوله، وایي له څو ورځې راهیسې دغه کمپ کې ژوند کوي، خو کمپ له چټلۍ نه ډک دی او د شپې له خوا تر خیمو لاندې اکسیجن نشته. 

د ښاغلي نعمت په شان شریف امادو هم په لا ویلت کمپ کې ژوند کاوه، خو د لا ویلت تر تخلیې وروسته نوموړی دغه کمپ ته راغی. هغه اروپا ته د رسېدو لپاره له مالي څخه اسپانیا ته تللی او له اسپانیا څخه فرانسې ته راغلی دی.  

افغان کډوال نعمت وایي وایي چې د شپې له خوا تر خیمو لاندې کافي اکسیجن نشته. کرېډېت: کډوال نیوز
خو د دغو مهاجرو په ډله کې ځینې داسې کسان هم شته چې د مهاجرت په لارو کې له ډېرو سختیو سره مخ شوي دي. یمنی کډوال ظهور چې له ۴ ورځو راهیسې فرانسه کې ژوند کوي وایي له یمنه سوډان ته او له سوډانه لیبیا ته تللی او ورپسې د مدیترانې له لارې ایټالیا ته رسېدلی دی. هغه کښتۍ چې نوموړی پکې سپور و، مدیترانه سمندرګي کې د اوشېن وایکنګ ژغورونکې بېړۍ له خوا ژغورل شوې وه. ظهور زیاتوي چې لیبیا کې یې ۳ میاشتې په زندان کې تېرې کړې او هلته د لیبیایي سرتېرو له خوا شکنجه شوی دی.

د سیمې اوسېدونکي څه وایي؟

د دوبرویلیې د ګي دوبور سړک اوسېدونکي د کډوالو دغه کمپ په هکله بېلابېل نظرونه لري. د ودانیو د سندیکایۍ شورا مشر ګراز چې نن سهار سیمې ته حاضر شوی، وایي: «له ښاروالۍ څخه مو غوښتنه کړې چې سیمه دې له کډوالو څخه تخلیه کړي. دا یو ډول وحشیانه یرغل دی. موږ غواړو چې دغه کسان ډېر ژر له دغه ځای څخه وایستل شي.»

نوموړی زیاتوي چې د لویو کمپونو تر تخلیې وروسته دغه سیمه کې د کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. هغه د فېشن یو لوی مرکز ته په اشارې سره وایي چې د دغه تجارتي مرکز مسولین نه غواړي چې د کړکیو تر شا داسې یو کمپ موجود وي چې له چټلۍ نه ډک دی.

دغه کمپ له چټلۍ نه ډک دی. کرېډېټ: کډوال نیوز
خو ځینې نور کسان وایي چې دولت د کډوالو د اوسني حالت مسولیت په غاړه لري. د سیمې یوې اوسېدونکې د خپل نوم د نه ښودلو په شرط کډوال نیوز ته وویل چې خلک «باید د دغو مهاجرو په هکله خبرې وکړي.» د نوموړې په حواله د کډوالو خراب حالت د دولت د کمزورۍ نښه ده او مانا به یې دا وي چې څوک د مهاجرو هرکلی نه کوي. د هغې په وینا: «د فرانسې دولت ناکام دی. د کمپونو تخلیه کول مانا نه لري، اوسېدونکو ته یې باید امکانات برابر کړل شي.»

دغه مېرمنه زیاتوي چې د سیمې له درېو نورو کسانو سره یو ځای د دغه کمپ پر اوسېدونکو خواړه ویشي چې د «ګاونډیو سوپ» نومېږي.

 

نورې ليکنې