د لیون جزایي محکمه. کرېډېټ: د کډوال نیوز له ارشیو څخه
د لیون جزایي محکمه. کرېډېټ: د کډوال نیوز له ارشیو څخه

د فرانسې د لیون ښار یوې محکمې د انساني قاچاق وړونکو ډلې لس غړي په یوه تر پنځه کاله بند محکوم کړي. دغه قاچاق وړونکي له ایټالیا څخه فرانسې ته د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ د زرګونه غیر قانوني کډوالو پر لیږدولو ګرم بلل شوي دي.

په انساني قاچاق دغه تورن کسان چې ډېری يې د لویدیځې افریقا اوسیدونکي دي او د کډوالو غیر قانوني لیږدولو او د انساني قاچاق شبکې له مجرمینو سره په مرستې تورن بلل شوي د سه شنبې په ورځ د دوی محکمه پیل شوې. 

قاضي الوویې شووې د دغې ټولې ډلې دریو تنو ته چې د ایټالیا تورین ښار کې د انساني قاچاق د سترې شبکې نظارت دنده دلوده د ۷ څخه تر ۸ کلونو د بند غوښتنه کړې وه.

د قاچاق وړونکو له ډلې موټر چلوونکو ته چې له اندازې ډیر ناقانونه کډوال يې په بار وړونکو لاریو کې د الپ غرونو له لارې لېږدول له درېو څخه تر څلورو کلونو زندان غوښتنه شوې وه. 

بل لورې ته بیا د محکمې قاضي په دې باور دی په پاریس کې یو تن چینايي وګړی چې بار وړونکي موټر يې له ثبت پرته په کرایه ورکول نه پوهېده چې له موټرو يې دغه ډله د کډوالو د قاچاق په موخه ګټه پورته کوي. قاضي دغه چینايي وګړی لپاره د مخفی کار له امله د شپږو میاشتو تعلیقي زندان غوښتنه کړې.

د محکمې قاضي وايي  چې په ټولیز ډول ۱۵۰۰ کډوال د قاچاقچیانو دغې ډلې لخوا فرانسې خاورې ته لیږدول شوي چې په یو کال کې د غیرقانوني کډوالۍ ۳،۵ څخه تر ۷ سلنه جوړوي.

د قاضي په خبره شاوخوا ۱۰۰۰ تنه کډوال د آلپ غرونو له لارې او ۵۰۰ تنه نور په رېل کې د نیس له لارې په ناقانونه توګه د دغې شبکې له لوري فرانسې ته انتقال شوي، خو بل لورې ته بیا د تورنو کسانو مدافع وکیلان دغه تورنونه نه مني.

ویل کیږي چې د انساني قاچاچیانو دغه ډله د ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ د ایټالیا تورین ښار څخه ایل دو فرانس ته د غیر قانوني کډوالو د لیږدولو لارې چارې برابرې کړې او له هر کډوال څخه يې د دغه کار په بدل کې له ۳۰۰ څخه تر ۳۵۰ یورو اخیستل.

 

نورې ليکنې