له ارشیف څخه. کرېډېت: رویترز
له ارشیف څخه. کرېډېت: رویترز

د فرانسې د پولیسو یوه سرچینه وایي چې تېره شنبه د شپې د ۱۱ بجو په شاوخوا کې یې یوه لارۍ کې د یوې مېرمنې او یو دوه کلن ماشوم په ګډون ۱۴ عراقیان موندلي دي. د سرچینې په حواله د موندل شویو روغتیایي وضعیت ښه دی.

دغه ۱۳ کسان د شنبې شپه په ۱۱ بجو کرېپي اون والوا سیمه کې د یوه لوجستیکي شرکت په پارکېنګ کې د لارۍ چلوونکي له خوا موندل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دوه کلن ماشوم او مور یې د طبي ازموینو د ترسره کولو لپاره روغتون ته وړل شوي او ۱۱ تنه نور د ژاندارمري سرتېرو ته سپارل شوي دي.

یادې قومندانۍ دا هم ویلي چې دغه «لارۍ یخچال لرونکې نه وه او پکې موندل شوي کډوال ټپیان نه دي».  

په همدې حال کې د سېنلیس سیمې محکمې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د پېښې په تړاو پلټنې ادامه لري.

 

نورې ليکنې