کرېډېټ: رویترز
کرېډېټ: رویترز

د رپوټونو په حواله تېره شنبه د فبرورۍ ۱۵مه د بوسنیا د پولیسو او سلګونو هغو کډوالو ترمنځ شخړه جوړه شوې چې غوښتل یې د یوه لاریون پر مهال له میرال کمپ څخه ووځي. دغو کسانو یاد کمپ کې د ژوند د سختو شرایطو او د امکانات د نشتوالي پر وړاندې مظاهرې کولې.

د بوسنیا په لوېدیځه سیمه میرال کمپ د کروېشیا له پولې څخه ۱۰ کیلومتره فاصله لري او نن سبا نږدې ۱۰۰۰ کسان پکې اوسېږي. دا په داسې حال کې چې دغه کمپ یوازې د ۷۰۰ کسانو ظرفیت لري.

د شنبې په ورځ د میرال کمپ سلګونو اوسېدونکو کمپ کې د خراب وضعیت پر وړاندې لاریون وکړ او شعارونه یې ورکول. د عیني شاهدانو په حواله د مظاهرې پر مهال د کډوالو او پولیسو ترمنځ شخړې رامنځ ته شوې او پولیسو ځینې کسان بندیان کړي.

دغو مهاجرو د کروېشیا سرحدي چارواکو څخه شکایت درلود. د هغوی په خبره کروېشیایي سرتېري د کډوالو پر وړاندې له تاوتریخوالي څخه کار اخلي.

رویترز خبري اژانس د کمپ د یو اوسېدونکي له قوله ویلي: «کروېشیایي سرتېري ډېر بد [چلند] کوي. موږ غواړو چې پوله پرانیستل شي. هیله کوو، موږ مه ووهئ. زموږ جاکټونه، بوټان او جرابونه مه اخلئ.»

خو د کروېشیا پولیس دغه ادعاوې ردوي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره: د کروېشیا ولسشمریزې ټاکنې او د کډوالۍ ستونزه

که څه هم بالکان مسیر په ۲۰۱۶ کې وتړل شو، خو په کال ۲۰۱۹ کې نږدې ۵۰۰۰۰ پاکستاني، افغان، عراقي، مراکشي او سوریایي کډوال له دغې لارې څخه اروپا ته د راتګ لپاره هڅې وکړې.

نن سبا نږدې ۶۰۰۰ مهاجر بوسنیا کې بند پاتې دي چې ډېری یې د ولیکا کلادوشا په میرال کمپ او بیهاچ کې ژوند کوي.

تېر کال په جون میاشت کې د بوسنیا شمالي ښار ولیکا کلېدوشا په میرال کمپ کې د مهاجرو او پولیسو ترمنځ شخړه جوړه شوې وه چې په پایله کې یې ۲۰ کډوال د پولیسو له خوا نیول شوي ول. دغه راز شخړې ۱۳ کسان ټپیان کړي وو. 

 

نورې ليکنې