پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو نړیوال کنفرانس، فبرورۍ ۱۲، ۲۰۲۰ کال. اسلام آباد. انځور: UNHCR
پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو نړیوال کنفرانس، فبرورۍ ۱۲، ۲۰۲۰ کال. اسلام آباد. انځور: UNHCR

د افغان کډوالو د څلویښت کلنۍ د پوره کیدو له امله د افغانستان، پاکستان او ملګرو ملتونو د لوړ پوړو چارواکو په ګډون دوه ورځنی کنفرانس نن دوشنبه د فبرورۍ په ۱۷ مه د پاکستان پلازمینه اسلام آباد کې پیل شو.

په دغه کنفرانس کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان، د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش او د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیرش په ګډون د دواړو هیوادو یو شمیر لوړ پوړي چارواکي ګډون لري.

د کنفرانس ګډونوالو په پاکستان کې د افغان کډوالو د کوربه توب، په دې برخه کې د نړیوالو د مرستو او په داوطلبانه ډول د افغان کډوالو د بیرته ستنولو پر لارو چارو خبرې کوي.

د ملګرونو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټیرش په دغه کنفرانس کې د افغان کډوالو د کوربه توب له امله د پاکستان په ستایلو سره وویل، د پاکستان حکومت او خلک د تیرو څلویښتو کلونو راهیسې د میلیونونه افغان کډوالو کوربه توب کوي چې پاکستان په نړۍ کې د لویې کچې کډوالو دویم کوربه هیواد جوړوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په دې باور دی چې په داوطلبانه او تدریجي ډول د افغان کډوالو د بیرته ستنولو د لارو چارو برابرول د دغه اوږدمهاله کډوالۍ د حل دایمي لاره ده.

انټونیو ګوټیرش په خپلو خبرو کې وویل اوس د دې وخت رارسیدلی چې نړیواله ټولنه له افغان کډوالو سره د مرستو ژمنې تازه او خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

همدارنګه د پاکستان  لومړی وزیر عمران خان د کنفرانس ګډونوالو ته وویل چې هیواد يي له اقتصادي ستونزو سربیره سلګونه زره افغان کډوالو ته پناه ورکړې.

بل پلو بیا د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش چې د بهرنیو چارو او کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیرانو سره یوځای دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام آباد ته تللی، تیرو څلویښتو کلونو کې د افغان کډوالو د کوربه توب له امله د پاکستان او ایران له حکومتونو او خلکو مننه کوي، خو زیاتوي افغان کډوال د دواړو کوربه هیوادونو لپاره د ټولنې بار نه بلکې د دغو هیوادونو د اقتصادي ودې لامل شوی.

هغه وویل افغان حکومت د خپلو اتباعو د بیرته ستنیدنې هرکلی کوي خو د هغه په خبره دغه ستنیدنه باید داوطلبانه او تدریجي ډول وي.

 له کډوالو سیاسي استفاده

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال وايي چې له ۲۰۰۱ کال وروسته د نوي حکومت په منځ ته راتګ سره د افغانستان دولت ځینې مخالفې ډلې پاکستان کې د افغان کډوالو له کیمپونو سربازګیري پیل کړه، له دغه کیمپونو د پناه ځایونو او ترهګریزو زده کړو په توګه دوی ګټه پورته کړه او همدغه کیمپونو کې یي د افغانستان حکومت پرضد تبلیغات پیل کړل چې له دې سره د افغان دولت پروړاندې ترهګریز فعالیتونو پیل او تر اوسه هم دوام لري.

محمد سرور دانش دغه ترهګریز فعالیتونه د افغانستان د بې ثباتۍ عامل بولي او له پاکستاني چارواکو غواړي چې د کډوالۍ مسلې څخه باید د افغان حکومت پر وړاندې د یو سیاسي فشار په توګه ګټه پورته نه شي. هغه زیاتوي چې افغان کډوال نه باید د سیاسي کړکیچونو له امله تر فشار لاندې وي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان بیا د محمد سرور دانش دغو خبرو ته په اشارې سره وویل له ۲۰۰۱ کال وروسته  پر امریکا د القاعدې له برید وروسته دغه ستونزه موجوده وه خو اوس د پاکستان حکومت د افغانستان سولې ته ژمن دی.

 د کډوالو بیرته ستنیدل

ناامني، سرپناه ته نه لاسرسۍ او کارموندنه هغه ستونزې دي چې له امله يي یو شمیر افغان کډوال خپل هیواد ته د بیرته تګ لپاره زړه نه ښه کوي.

د افغان ولسمشر دویم مرستیال په دغه کنفرانس کې وویل ملیونونه افغانان له ۲۰۰۱ کال راهیسې افغانستان ته بیرته ستانه شوي. د هغه په خبره افغان حکومت په داوطلبانه ډول د کډوالو بیرته ستنولو ته ژمن دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانانو د اوږدمهاله کډوالۍ د حل اساسي لاره په داوطلبانه ډول خپل هیواد ته د دوې ستندل بولي او ژمنه کوي چې په دې برخه کې به خپلو مرستو دوام ورکړي.

د افغان کډوالو په اړه دغه کنفرانس کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ مشر فلیپو ګراندي هم د موضوع په تړاو خبرې وکړي چې یاد کنفرانس به سبا ته هم دوام وکړي.

د یادولو ده چې په پاکستان کې له ۲ میلیونو څخه ډیر افغان کډوال میشت دي چې شاوخوا ۱،۳ میلیونو يي د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ سره ثبت دي.

 

نورې ليکنې