د پاکستان او ترکيې د مشرانو ترمنځ اسلام اباد کې ناستې. کرېډېټ: پي ايي ډي
د پاکستان او ترکيې د مشرانو ترمنځ اسلام اباد کې ناستې. کرېډېټ: پي ايي ډي

ترکيې په کال ۲۰۲۰ کې تر دې دمه لږترلږه ۴۹۶ پاکستانيان اخراج کړي دي. دې سلسله کې په تېره يکشنبه ۵۵ پاکستاني کډوال د یوې خصوصي الوتکې په وسیله د اسلام اباد په نړيوال هوايي ډګر کې کوز کړل شول.

دا په داسې حال کې ده چې دواړه هیوادونه د انساني قاچاق د مخنیوي په سلسله کې په همکارۍ زیاتولو صلاح شوي دي. 

د پاکستان څخه اروپا ته په ناقانونه طريقو مهاجرت کوونکو کسانو لومړی مقصد ترکيه ده. سر کې پاکستانيان ترکيې ته د هوا له لارې او يا د خطرونو نه ډکې د ايران د وچې لارې کاروي. 

ترکيې ته رسېدو سره سم پاکستاني کډوال خو يا نيولی شي او يا اروپا ته د تښتېدو لپاره د موخې په انتظار کې وخت تېروي. دې دوران زياتره پاکستانيان په ترکيه کې په فابريکو يا عمارتونو جوړولو کې په ټيټو معاشونو کار کوي. دوی قانوني اسناد نه لري نو د غوره معاشونو غوښتنه نه شي کولی او که غوښتنه کوي نو پوليسو ته حواله کولی شي.

د يو خبري راپور ترمخه دا وخت ترکيه کې د ناقانونه پاکستانيانو شمېره د پنځوس زره نه واخله تر اتيا زرو پورې ده. دوی کې يو شمېر پاکستانيان د ترکيې په بندونو کې هم دي. 

په کال ۲۰۲۰ کې تر دې دمه لږترلږه ۴۹۶ پاکستانيان خپل هېواد ته واپس لېږل شوي دي. تېرکال هم ترکيې ګڼ شمېر پاکستانيان اخراج کړي وو. 

د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان د وروستي سفر په جريان کې د دواړو ملکونو چارواکو د انساني قاچاق په مسله خبري اتري وکړې او د بشري قاچاق د مخنيوي سلسله کې یې په همکارۍ زياتولو موافقه وکړه. 

پاکستانې خبريال مبارک علي وايي د افغانستان او پاکستان څخه اروپا ته مهاجرت تر هغې نه شي کمېدی ترڅو پورې چې د پاکستان، ايران او ترکیې ترمنځ د وچې له لارې انساني قاچاق نه وي ختم شوی. 

 

نورې ليکنې