موریا کمپ، یونان. انځور رویټرز
موریا کمپ، یونان. انځور رویټرز

د یونان حکومت اعلان کړی چې له ترکیې سره نږدې د خپل هیواد په ټاپوګانو کې د کډوالو لپاره د نویو کمپونو د جوړولو بیړنی پلان وروسته له هغه و ځنډاوه چې د سیمې مسولین په دې اړه خپل مخالفت څرګند کړ. د یونان حکومت په دې اړه د سیمې له چارواکو سره سلا مشورې کوي.

د یونان د کډوالو چارو وزیر نوتیس میتاراکیس د تیرې دوشنبې په ورځ وویل چې د کډوالو لپاره د نویو تړلو کمپونو د جوړولو پلان چې تیره اونۍ اعلان شوی و تر هغه پورې ځنډوي چې د لیسبوس، خیوس، ساموس، لیروس او کوس ټاپوګانو له سیمه ایزو چارواکو سره پرې سلا مشورې وکړي.

د یونان حکومتي چارواکي وايي غواړي چې د تړلو دروازو یو شمیر نویو ودانیو په جوړولو سره په نورو کمپونو کې د ډیر شمیر کډوالو د سرپناه ستونزه کمه کړي. د حکومت په خبره په دې برخه کې د ځمکو د پیدا کولو لپاره هم ګامونه پیل شوي.

خو د سیمې اوسیدونکو بیا د حکومت لخوا د نویو ودانیو د جوړولو د دغه اقدام پر وړاندې د اعتراض په توګه سړکونو ته راووتل او لیسبوس ته تلونکي لارې یې وتړلې. د سیمې د اوسیدونکو ویره داده چې د نویو ودانیو په جوړولو سره به زمونږ پر کوچنۍ ټولنه فشار لا ډیر شي.

د اروپايي ټولنې او ترکیي د ۲۰۱۶ کال د تړون پر بنسټ د لیسبوس او څلورو نورو ټاپوګانو څخه به د هغو کډوالو لپاره د طبیعي منابعو په توګه استفاده وشي چې غواړي د یونان هغه سیمو ته ځانونه ورسوي چې اروپايي ټولنې پورې تړلې. له همدې امله دغو کمیپونو کې د کډوالو لويې څپې ځای پر ځای شوي چې د ژوند نامناسبه شرایط له امله ملګري ملتونو په دې اړه جدي اندیښنه ښودلې.

 

نورې ليکنې