له ارشیف څخه: د صربستان سرتېرې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/جرجلي کېلمن
له ارشیف څخه: د صربستان سرتېرې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/جرجلي کېلمن

د صربستان څارنوالۍ تېره ورځ وویل چې د دغه هیواد چارواکو د انساني قاچاقو یوې ډلې ۵ شکمن غړي نیولي دي. دغه کسان په دې تورن دي چې بوسنیا ته یې د درینا سمندر له لارې نږدې ۱۴۰ کډوال قاچاق کړي دي.

د څارنوالۍ خبرپاڼې له مخې دغې ډلې له تېرې نومبر میاشتې راهیسې کډوال د صربستان پلازمېنې بلګراد څخه سرحدي ښار لیوبویجا ته انتقالول او بیا به یې د درینا سمندر له لارې بوسنیا ته استول.

د قاچاق شویو کډوالو په اړه نور جزیات نه دي په ډاګه شوي.

د ډلې مشر یو سوریایی دی چې د خپلو فعالیتونو لپاره یې نږدې ۱۷۰۰۰ ترلاسه کړې. چارواکو زیاته کړې چې د یو بل شکمن کس په لټه کې دي.

نن سبا صربستان کې په سلګونو مهاجر بند پاتې دي. دغه کسان غواړي چې بوسنیا ته تر رسېدو وروسته ځانونه د اروپایي ټولنې غړی هیواد کروېشیا ته ورسوي. 

 

نورې ليکنې