پیښور کې افغان کډوال. ۲۰۱۷ کال.
پیښور کې افغان کډوال. ۲۰۱۷ کال.

د اروپايي ټولنې کمیسیون د تیرې چهار شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په پاکستان او ایران کې د میشتو افغان کډوالو لپاره د ۲۱ میلیونه یورو بشري مرستو اعلان وکړ.

په اعلامیه کې د اروپايي ټولنې کمیسیون د بحران مدیریت د کمیشنر جینز لنارشیچ له قوله راغلي: «اروپايي ټولنه د افغان ولس او د افغانستان په ګاونډیو هیوادونو کې میشتو افغانانو سره ولاړه ده. زه د میلیونونه افغانانو دړکوربه توب له امله د پاکستان او ایران هڅې ستایم. زمونږه بودیجه به د افغان کډوالو او کوربه ټولنو د زده کړې، روغتیا ساتنې او اوبو رسولو په برخو کې ولګول شي.»

دغه بشري مرستې په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ۴۰ کلنۍ د پوره کیدو له کنفرانس وروسته اعلانیږي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د اروپايي ټولنې بیړنۍ مرستې به د پاکستان په بلوچستان ایالت او د دغه هیواد تر ولکې لاندې کشمیر سیمو کې د تیزې هوا او سیلابونو له امله او همدارنګه د ایران په جنوب کې د سیلابونو له امله اغیزمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راولي.

له دغو مرستو سره د افغانستان، پاکستان او ایران لپاره له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۲۰ کاله پورې د اروپايي ټولنې د بشري مرستو کچه ټولټال ۳۰۰ میلیونه یورو ته رسیږي.

د یادولو ده چې ۹۰ سلنه افغان کډوال له تیرو څلورو لسیزو راهیسې د افغانستان په دوو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي.

 

نورې ليکنې