شنګن ویزه. تصویر: Picture alliance
شنګن ویزه. تصویر: Picture alliance

د شنګن د ویزې د ترلاسه کولو لپاره د فبرورۍ له دویمې نیټې راهیسې یو شمیر نوي شرایط وضع شوي، د ویزې د ترلاسه کولو موده او بیه هغه عمده بدلونونه دي چې نوي رامنځ ته شوي.

په شنګن ویزه کې د نویو بدلونونو پر اساس د هغو هیوادونو اتباعو لپاره به د شنګن ویزې ترلاسه کول ګران وي چې د خپلو غیر قانوني کډوالو د بیرته منلو په برخه کې له اروپايي هیوادونو سره لږه همکاري کوي.

د شنګن په ویزه کې نوې بدلونونه چې د فبرورۍ له دویمې د اجرا وړ دي له کډوالو څخه د ملاتړ سازمان «سیماد» له نیوکو سره مخامخ شوي.

مهاجر نیوز په شنګن ویزه کې نوي بدلونونو ته کتنه کړې.

شنګن ویزه څه ته وايي ؟

د شنګن ویزې درلودونکي کسان کولای شي چې د ۹۰ ورځو لپاره ۲۲ اروپايي هیوادونو ته چې د شنګن غړیتوب لري سفر وکړي، دغه ویزه یو مسافر ته اجازه ورکوي چې د شنګن سیمو ته په آزادانه ډول تګ راتګ وکړي او یا هغه هیواد پریږدي.

اروپا ته د سفر په موخه په ۲۰۱۸ کال کې ۱۴ میلیونه کسانو له شنګن ویزې ګټه پورته کړې.

نوي بدلونونه څه دي؟

داسې انګیرل کیږي چې پر شنګن ویزې د نویو قوانینو وضع کول د کډوالۍ د مبدا هیوادونو لپاره د فشار د یوې وسیلې په توګه ګټه اخیستل کیږي. لامل يی دا دی چې د هغو دولتونو اتباع چې د شنګن غړو هیوادونو سره د خپلو ناقانونه کډوالو د بیرته منلو په برخه کې سمه همکاري نه شي کولای په آسانۍ سره د شنګن ویزه ترلاسه کړي او محدودیتونو سره به مخامخ شي.

د ویزې بیه

د ویزې بیه تر پخوا اوس لوړه شوې، د بالغو کسانو لپاره ۸۰ یورو(مخکینی بیه ۶۰ یورو) او د ۶ څخه تر ۱۲ کلونو عمر لرونکو ماشومانو لپاره ۶۰ یورو (مخکینی بیه ۳۵ یورو) د ویزې نوې بیې دي.

خو سیماد سازمان په دې باور دی چې د ویزې بیې د مسافرو له مبدا هیوادونو ته په پام سره توپیر کوي. سیماد سازمان وايي که مبدا هیوادونه د خپلو کډوالو د بیرته منلو په برخه کې همکاري وکړي ښايي د ویزو بیه ۶۰ یورو ته راښکته شي خو که د کډوالو په منلو کې سمه همکاري و نه شي ښايي د ویزو بیه ۱۶۰ یورو ته لوړه شي.

د ویزې د لاس ته راوړلو موده

د ویزې د ترلاسه کولو موده هم د مبدا هیوادونو د همکارۍ کچې ته په پام سره توپیر کوي. که چیرې د کډوالو بیرته منلو په برخه کې مبدا هیوادونه همکاري و نه کړي نو ښايي اتباعو ته يي د ویزې لاس ته راوړل ګران او وخت ته اړتیا ولري خو برعکس که همکاري وشي نو ښايي د ویزې اخیستل لږ وخت ونیسي.

د سیماد انجمن باور لري چې د ویزې لپاره د اړتیا وړ اسناد هم د مبدا هیوادونو له همکاریو پورې تړاو لري.

د شنګن ویزې د ترلاسه کولو لپاره ځینو اسنادو ته لکه د هویت، بیمې، بانکي حساب او د کار جواز ته اړتیا ده، خو سیماد په دې نظر دی هغه هیوادونه چې همکاري يي د ناقانونه کډوالو په بیرته منلو کې کمه وي نو اتباعو ته يی د ویزې د لاس ته راوړلو لپاره اضافي اسنادو ته هم اړتیا ده.

د ویزې په ترلاسه کولو کې بل نوی تغیر دا دی چې د ویزې د ترلاسه کولو فورم په الکټرونیکي بڼه لاسلیک او استول کیدای شي.

د مخکیني قانون پر اساس د شنګن د ویزې غوښتنه درې میاشتې وړاندې د سفر له نیټې څخه ترسره کیده خو اوس په نویو تغیراتو کې دغه موده شپږو میاشتو ته غځول شوې.

 

نورې ليکنې