باروړونکي لاری د فرانسې پولیسو لخوا درول کیږي. انځور: ارشیف
باروړونکي لاری د فرانسې پولیسو لخوا درول کیږي. انځور: ارشیف

د فرانسې امنیتي ځواکو د تیرې پنجشنې په ورځ ۱۵ تنه اریتریايي کډوال په یوه هسپانوي بار وړونکي لاری کې د فرانسې د اویس سیمې په یوه لویه لاره کې موندلي.

د اویس سیمه ایز چارواکي د فرانسې خبرې آژانس ته وویل :« د اریتریا هیواد ۱۵ تنه وګړي د پنجشنبې په ورځ له یوه هسپانوي باروړونکي لارۍ څخه د اویس سیمې په یوه لویه لاره کې و موندل شول. د دغو کډوالو روغتیايي حالت ښه دی او تر درملنې لاندې دي.»  

د سیمې پولیس وايي چې په موندل شویو کسانو کې ۴ تنه ښځې، ۱۱ تنه نارینه او یو ماشوم شامل دی او دوې په یوه یخچالي لارۍ کې چې له بلجیم څخه يي شراب انتقالول نیول شوي.

د لارۍ چلوونکي لخوا ځايي پولیسو ته له خبردارۍ وروسته دغه کډوال و موندل شول.

 

نورې ليکنې