انځور: مهاجر نیوز
انځور: مهاجر نیوز

فرانسه کې د پناه غوښتنې په اړه تازه خپاره شوي معلومات ښيي چې ۲۰۱۹ کال کې بیا هم د نورو هیوادونو د پناه اخیستونکو په پرتله د افغانانو شمیر ډیر دی.

د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې ( اوفي) د تازه شمیرو له مخې ۲۰۱۹ کال کې ټولټال ۱۳۲ زره ۶۱۴ تنه کډوال په دغه هیواد کې د پناه اخیستلو لپاره خپلې غوښتنې ثبت کړي چې د ۲۰۱۸ کال په پرتله ۷ سلنه ډیروالی ښيي.

د اوفي د معلوماتو پر بنسټ د پناه اخیستونکو له ډلې ۱۰۰۱۴ تنه يي د افغانستان اتباع جوړوي چې د نورو هیوادونو د وګړو په پرته د دوې شمیر ډیر دی. 

له افغانستان وروسته په ترتیب سره  البانیا، ګرجستان، ګینه او بنګله دیش هغه هیوادونو دي چې یو شمیر اتباع يي په فرانسه کې د پناه غوشتنه ثبت کړې.

د یادې ادارې د شمیرو له مخې د ټولو پناه اخیستونکو له ډلې ۳۶۵۱۲ تنه يي د پناهندگی او یا جانبي حمایت اسناد ترلاسه کړي.

 

نورې ليکنې