له ارشیف څخه: د مقدونیې د پولیسو موټرونه. کرېډېټ: دېکل بېرز، کریتیف کامنز
له ارشیف څخه: د مقدونیې د پولیسو موټرونه. کرېډېټ: دېکل بېرز، کریتیف کامنز

د شمالي مقدونیې پولیسو ویلي چې له بلغارستان او یونان سره پر ګډه پوله یې یوه لارۍ کې ۴۷ کډوال موندلي دي. چارواکو زیاته کړې چې د دغه هیواد په شمالي سیمه کې یې هم ۴۳ تنه نور نیولي.

د شمالي مقدونیې پولیسو د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، لومړی لاری یې په یوه پارکینګ کې موندلی چې ۴۷ افغان، پاکستاني او عراقي مهاجر پکې سپاره ول.

موندل شوي کسان د مقدونیې پلازمینې اسکوپي او سوېلي ښار ګېوجلیا توقیف خونو ته لېږدول شوي دي. د چارواکو په حواله دوی له یونانه ځانونه مقدونیې ته رسولي وو او دغه هیواد ته شړل کېږي.

دغه راز مقدونیایي سرتېرو د شنبې په ورځ واکسینتس کلي ته نږدې، چې له صربستان سره ګډه پوله لري، ۴۳ تنه نور مهاجر نیولي چې بنګله دېشیان دي. د ځایي رسنیو په حواله پولیسو لاری چلوونکی نیولی او موندل شوي کسان یې د تبانوجي سیمې یو مرکز ته استولي دي.

دا په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې هم مقدونیایي پولیسو د دغه هیواد په سوېل ختیځه سیمه یوه لارۍ کې ۵۳ کډوال موندلي وو. د دغو کسانو په ډله کې ۳۷ افغانان، ۱۲ پاکستانیان، ۲ هندیان، ۱ عراقی او ۱ مصری شامل وو. دوی ټول د اسکوپې او ګېوجلیا مرکزونو ته لېږدول شوي او یونان ته به وشړل شي. 

د مقدونیې پولیسو د شمېرو له مخې د روان کال په لومړیو اونیو کې دغه هیواد کې ۱۳۶۵ غیرقانوني مهاجر نیول شوي دي. 

بل پلو د اسکوپي یوې جزایي محکمې یوه ایټالوۍ مېرمن او یو جرمنی سړی په دوه کاله تعلیقي بند محکوم کړي. دغه دوه کسان پر دې تورن وو چې تېره میاشت یې د جعلي اسنادو په وسیله شمالي مقدونیې ته د درېو کسانو د قاچاقولو هڅه کړې وه.

 

نورې ليکنې