د فرانسې هاور ښار. کرېډېت: ویکي کمونز
د فرانسې هاور ښار. کرېډېت: ویکي کمونز

تېره جمعه د فبرورۍ ۲۱مه د فرانسې پولیسو د دغه هیواد په شمال لوېدیځه هاور سیمه کې د ۴ ماشومانو په ګډون ۸ افغانان په یوه لارۍ کې موندلي دي. چارواکي وایي چې لاری چلوونکی یې نیولی دی.

د رپوټونو په حواله تېره جمعه د فبرورۍ ۲۱ د فرانسې په شمال لوېدیځه هاور سیمه کې ۸ افغان کډوال په یوه لارۍ کې موندل شوي دي. د دوی په ډله کې ۴ ماشومان هم شامل دي چې عمرونه یې ۲ تر ۱۲ کلونه دي.

چارواکو زیاته کړې چې لاری چلوونکی یې نیولی دی.

پولیسو دغه لاری د هاور په سمندري تمځي کې درولی. لاری چلوونکي غوښتل چې د فرانسې له لارې د برتانیا پورتسموت ښار ته لاړ شي.

موندل شوې کورنۍ پولیسو او فرانسوي ژغورونکو ته سپارل شوې دي.

دغه راز لاری چلوونکي فرانسه کې د بې سنده کسانو د اوسېدو زمینه برابرولو په تور توقیف ځای کې اچول شوی دی.

 

نورې ليکنې